1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

په جلال اباد کې د پولیو درې کارمندانې وژل شوي دي

۱۴۰۰ فروردین ۱۰, سه‌شنبه

حکومتي سرچینې وايي چې نامعلومه وسله والو په جلال اباد ښار کې درې واکسیناتورانې په دوو جلا بريدونو کې وژلي دي. د پيښي مسؤليت تر اوسه پوري کومي ډلي پرغاړه نه دی اخيستی.

https://p.dw.com/p/3rMky
Solarzelle Sonnenenergie Solarkollektor Afghanistan Polio Impfung Kind Kinder
آرشیف انځورانځور: picture alliance/Photoshot

یوې معتبرې حکومتي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط دویچه ويله ته وویل، دغه واکسیناتورانې نن سهار (۲۰۲۱م کال د مارچ ۳۰مه) په دوو جلا پېښو کې د واکسيناسيون د تطبيق پرمهال وژل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې ده چې دوې واکسیناتوراني د جلال اباد ښار په اومه ناحيه کې د لعل قاسم اغا سیمه کې او یوه بله د څلورمي ناحیې مجبوراباد سیمه کې وژل شوې ده.

په افغانستان کې یوه بله خبریاله هم ووژل شوه

د عامې روغتیا ریاست چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا واکسیناتورانې داسې حال کې وژل شوي چې تېره ورځ د هيواد په ۳۲ ولایتونو کې د پولیو کمپاین پیل شوی دی.

عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې په دوو ولایتونو کې د ناامنۍ له امله د پولیو کمپاین نه دی پیل شوی.

په تېرو شاوخوا څلورو میاشتو کې په ننګرهار کې اته مېرمنې وژل شوي دي.

په وژل شویو کې څلور يې د رسنۍ کارکوونکې او څلور روغتیاپالانې دي.

د رواني مياشتي په سر کي د خصوصي تلويزيون انعکاس درې کارمنداني په جلال اباد ښار کي ووژل شوې چې مسؤليت يې ترهگري ډلي داعش پرغاړه واخيست.

افغان حکومت په دغه هيواد کې د ډېرو هدفي وژنو پړه پر وسله والو طالبانو اچوي، خو وسله وال طالبان د حکومت دغه ادعاوي ردوي.