په جلال اباد کي يو بل شخصي روغتون په کار پيل وکړی
۱۳۸۷ تیر ۲۸, جمعهد روغتون دمسول ډاکټر تاجور ناصري په خبره چي څه موده د مخه يي تصميم ونيوی چي دخپلوخلګولپاره دجلال ابادپه ښارکي په عصري طبي وسايلو سمبال يو روغتون جوړ کړي،د نوموړي په وینا اوس مهال دغه هدف ته رسيدلی او د ناصري په نامه يي د يو روغتون چاري پرانيستې، د هغه په وینا دغه روغتون پنځوس بستره چي په نوو عصري وسايلوباندي سمبال دی او شپه ورځ به د خلکو دخدمت لپاره کارکوي.
ډاکتر تاجورخان ناصري وايي که څه هم په دغه ولايت کي دولتي روغتونونه ډير ښه فعاليت لري خو شخصي روغتونو ته هم اړتيا وه،دنوموړي په خبره په دې روغتون کي ښه پرمخ تللي طبي وسايل موجود دي چي دخلګو ښه درملنه اوطبي کتني پکښي ترسره کيږي نوخلک کولای سي له دغه روغتون څخه ګټه پورته کړي.
ناصري وايي :ددې روغتون په جوړیدو سره د سيمي خلګ به نور دې ته اړتيا ونلري چي پاکستان ته د درملني لپاره ولاړسي، د ناصري په ويناښه طبي پرسونل لري او په راتلوونکي کي په پام کي لري له بهرنيو هيوادونو څخه هم يو شمير ډاکتران د خلګو دخدمت لپاره را وغواړي.
بله خواد ننګرهار ولايت دعامي روغتيا رياست مرستيال ډاکتربازمحمد شیرزاد ددغه روغتون د پرانيستو پرمهال وويل چي د شخصي روغتونونو په جوړيدو سره له یوې خوا په دولتي روغتونو کي د خلګو د ګڼه ګوڼي مخنيوی کيږي او له بلې خوا د خلکو ددرملني پرمهال د شخصي روغتونونو سالم رقابت رامنځ ته سي چي د خلکو لپاره ګټور تماميږي.
خو له يو شميرخلګو سره داسي انديښنې هم موجودي دي چي ځيني ډاکټران به غواړي چي له دولتي روغتونونو څخه خپل ناروغان د شخصي روغتونو په لور هڅوي ترڅو هلته يي درمل وپلورل سي، خو د ننګرهار ولايت دعامي روغتيا مرستيال بازمحمد شيرزاد وايي که پدغه کارکوم ډاکټر وليدل سي نوله سختي قانوني کړني سره به مخامخ سي.