په جلال آباد کې چاودنې مرګژوبله اړولې
۱۳۹۶ آذر ۱۲, یکشنبهاعلان
د ننګرهار د والي وياند، عطا الله خوګياڼي، ويلي دي چې چاودېدونکي توکي پر يوه موټر سايکل باندې ځای پر ځای شوي وو او د جلال آباد ښار لوبغالي ته څېرمه انفجار ورکړل شوی دی.
نوموړي زیاته کړه چې په دې هکله څېړنې روانې دي چې آيا بريد د يوه ځانمرګي بريدګر له خوا تر سره شوی دی، که څنګه. تر اوسه پورې کومې ډلې د پېښې مسووليت نه دی منلی. چاودنه هغه مهال تر سره شوه چې د افغان ولسمشر، اشرف غني، په ملاتړ ډېر خلک سره راټول شوي ول. خوګياڼي وويل چې دغه غونډه د چاودنې له کبله اغېزمنه شوې نه ده.
داسې ويل کيږي چې د افغان امنيتي ځواکونو دوه غړي وژل شوي او اووه تنه نور ژوبل شوي دي. چاودنه په جلال آباد ښار کې يوې خصوصي راډيو او تلويزيوني چېنل ته نژدې شوې ده.