په جلال آباد کې چاودنې سخته مرگ ژوبله اړولې
۱۴۰۰ فروردین ۱۸, چهارشنبهیوې حکومتي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط دویچه ويله ته ویلي، چاودنه د جلال اباد په دویمه ناحیه کې له لغمان هډې سره نیږدې داسې حال کې شوې چې له سیمې د پولیسو رنجر موټر تېرېده.
سرچینې زیاته کړې، ماین په یوه ګلدان کې ځای پر ځای شوی و او په ۱۸ ټپيانو کې درې پولیس هم شامل دي.
سرچینې ویلي دي چې د پېښې ټپيان د جلال آباد حوزوي روغتون ته وړل شوي او د څلورو هغو روغتیايي حالت نازک دی.
د جلال آباد د حوزوي روغتون ویاند ګلزاده سنګر دویچه ويله ته وویل، د پېښې له ځایه ورته دوه جسدونه او ۱۸ ټپيان وروړل شوي دي، چې د څلورو ټپيانو روغتیايي حالت ښه نه دی.
عیني شاهدانو ویلي دي چې سهار وختي له لغمان هډې سره نیږدې اتحاد ټاور مخې ته د پولیسو پر رنجر موټر چاودنه وشوه، چې ګڼ شمېر کسانو ته پکې مرګ، ژوبله واوښته.
د انصارالله په نوم کس چې دغلته نیږدې اوسېږي، دویچه ويله ته وویل، چاودنه داسې مهال وشوه چې د اتحاد ټاور له مخې د پولیسو رنجر د تېرېدو په حال کې وو او د پېښې ډېر قربانیان سبزي پلورونکي دي.
د دې پېښې مسؤلیت کوم چا یا وسله والې ډلې نه دی منلی.
په دې وروستيو کې د ننګرهار په ځانګړي ډول جلال آباد امنیتي حالت تر پخوا ښه نه بلل کېږي. په دغه ښار د هدفي وژنو او چاودنو ډېرښت ولسي وګړي اندېښمن کړي او له حکومته غواړي چې د دې حالت د کابو کولو له پاره جدي اقدام وکړي.