په جرمني کې د يونيسف کميته د مرستو د اعتبار سند له لاسه ورکړ
۱۳۸۶ اسفند ۳, جمعهاعلان
په برلين کې د آلمان د ټولنيزو مسايلو انستيتوت وايي، چې د دغه کار علتونه د يونيسف په مشرتابه کې د غلطيو، د مرستو په هکله د معلوماتو پټول او هم ځېنو خلکو او کمپنيو ته رشوت ورکول دي.
په آلمان کې د يونيسف موقتي مشر شلاگين وايت وايي، چې موږ دغه انتظار نه درلود او دا به زموږ د د کارونو لپاره ستونځې پيدا کړی.
خو ده په يونسف کې د غلطيو باندې اعتراف کړی دی او وعده يي ورکړه، چې دوی به په خپلو کارونو کې بدلون راولی.