په جرمني کي ۱۰ مهاجر په کرونا اخته سوي دي
۱۳۹۸ اسفند ۲۹, پنجشنبهاعلان
د ملگرو ملتونو د مهاجرو د عالي کمیسارۍ ویاند، اندره ماهچیچ ویلي دي، «چي تر تیري سه شنبه ورځي پوري په جرمني کي ۱۰ مهاجر په کرونا اخته سوي دي،چي اکثره یې په برلین ، مونشن او هایدل بیرگ کي دي.» هغه د چارواکو څخه وغوښتل ،چي په کرونا اخته مهاجرو سره دخپلو اتباعو په ډول رفتار وکړي.
له بلي خوا بیا ډیرو خیریه سازمانو د یونان له جزیرو څخه د هغوی د خرابو صحي شرایطو په سبب د ۴۰۰۰۰ مهاجرو د انتقال غوښتنه کړې ده. که څه هم په دغو کمپونو کي تر اوسه پوري هیڅ مهاجر په کرونا ویروس نه دی اخته سوی، خو هغوی بیره لري، چي د همدغو خرابو صحي شرایطو او د ډیرو مهاجرو د خراب صحي وضعیت له کبله کیدلای سي، دغه ویروس په کمپونو کي په شدت سره خپور او په زرونو انسانان تباه کړي.