1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په جرمني کي په زرونو سنت سوي ښځي او نجوني ژوند کوي

۱۳۹۵ بهمن ۱۸, دوشنبه

يوه نوې څېړنه ښيي چي په جرمني کي ۵۰۰۰۰ داسي ښځي ژوند کوي چي سنت سوي دي. له ۲۰۱۴م کال راهيسي جرمني ته د مهاجرو په راتگ سره د دغو ښځو شمېر زيات سوی دئ.

https://p.dw.com/p/2X3ls
Genitalverstümmelung Messer
انځور: picture-alliance/dpa/Unicef/Holt

د يوې نوي څېړني له مخي چي د دوشنبې په ورځ په برلین کي وړاندي سوې ده، دغه ښځي يا نجوني چي سونت سوي دي ډېری ئې د اريتريا، عراق، سوماليا، مصر او ايتوپيا وگړي دي.

د ښځو د بشري حقونو سازمان «Terre des Femmes» مشري کريستا شتوله، د جرمني د فاميلي چارو له وزيري سره د دغي څېړني د وړاندي کولو پرمهال وويل: «د ښځو تناسلي غړی پرېکول له بشري حقونو جدي سرغړونه ده چي ښځي په ټول عمر کي ترې رنځ گالي.»

هغې زياته کړه: «موږ په نړۍ کي له ټولو حکومتونو څخه غواړو چي د ښځو او نجونو جسمي سلامتيا قانوني خوندي وساتي.»

په ځينو هيوادونو کي نجوني هغه مهال سنتيږي چي بلوغ ته رسیږي. د روغتيا نړيوال سازمان د اټکل له مخي په نړۍ کي نژدې ۲۰۰ ميليونه نجوني او ښځي سنت سوي دي.

د دغه دود قرباني نجوني او ښځي له مېړه سره د يوځای کېدو، ميتيازو او ماشوم د زېږولو پرمهال سخت درد گالي.

د دغي څېړني له مخي د دغه دود زياتره قربانۍ د مصر، جيبوتي، گينه، مالي او شمالي سوډان وگړي دي. په دغو سيمو کي نژدې ۹۰ سلنه ښځي سنت سوي دي.

د دغي څېړني له مخي په جرمني کي هم ۵۰۰۰ داسي نجوني ژوند کوي چي د سنتۍ له گواښ سره مخامخ دي. په جرمني کي د ښځو سنتي منع ده او که تر دغه هيواد دباندي هم وسي جريمه لري.

جرمني ته له نورو هيوادونو څخه راغلي ځيني داسي کورنۍ سته چي د خپلي نجلۍ د سنتولو له پاره له جرمني وځي، څو نجلۍ هلته سنت کړي. د دغسي پيښو د مخنيوي له پاره اوس داسي قانون پلي کيږي چي هر چا چي دغه کار کړی وي (نجلۍ ئې د سنتۍ له پاره بل هيواد ته بېولې وي) پاسپورت ئې ترې اخيستل کیږي.

د جرمني د فاميلي چارو وزارت د بهرنيو اړيکو مسئول رالف کلاين ديک، ويلي دي: «څېړنه ښيي چي دغه موضوع اوس په جرمني کي هم د بحث وړ ده.» هغه وويل چي د دې ريښې په مهاجرت کي دي.