1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي د درملو په توگه د بنگو استعمال ته اجازه

۱۳۹۵ بهمن ۱, جمعه

د جرمني ډاکټران تر دې وروسته کولای سي خپلو ناروغانو ته د چرسو يا بنگو پاڼو د استعمال وړانديز وکړي. د جرمني پارلمان د دولت له دغي طرح سره سلا سو. خو د لذت له پاره د چرسو استعمال منع دئ.

https://p.dw.com/p/2W6Ct
Cannabis Pflanze Marihuana
انځور: Fotolia/Unclesam

د هغي ترحي له مخي چي د پنجشنبې په ورځ د جرمني د پارلمان له خوا تصويب سوه، د جرمني ډاکټران له مارچ مياشتي کولای سي خپلو ناروغانو ته د ځينو ناروغيو د درملني له پاره د لنډي مودې له پاره د بنگو پاڼي (چرسو) د استعمال وړانديز وکړي.

په دې سره نو روغتيايي بيمې موظفي دي چي په بنگو سره د ناروغانو د درملني لگښت پرغاړه واخلي. البته تر اوسه پوري د جرمني پارلمان اکثره محافظه کاره استازي د چرسو له عادي استعمال سره مخالف دي.

دغه نبات چي په نړۍ کي په ډول ډول نومونو لکه «چرس»، «واښه» يا «بنگو پاڼي» په نومونو په ځينو هيوادونو کي توليد او استعماليږي زياتي گټي لري چي په دې کي د ځينو ناروغيو درملنه هم شامله ده.

د بنگو پاڼي (چرسو) استعمال په ځانگړې توگه د کيمياوي درملني پرمهال د زړه بدوالی له منځه وړي او دوامداره درد لږوي.

د بنگو طبي پاڼي يا «کانابيديول» په هغو نباتاتو کي شمېرل کيږي چي د تتراهيدروکانابينول ماده او نور کيمياوي مواد لري.

دولتي کنترول

په پام کي ده چي په جرمني کي به د بنگو د توليد او استعمال کنترول يوه تخصصي آژانس ته وسپارل سي چي د «د دارو درملو د توليد له دولتي انستيتوت» سره به تړلی وو. دغه آژانس به توليد سوي بنگي رانيسي او د درملو جوړولو شرکتونو په اختيار کي به ئې ورکوي.

هغه ډاکټران چي خپلو ناروغانو ته د بنگو د استعمال وړانديز کوي، د هغوی د درملني نتيجې به بيا ياد آژانس ته سپاري.

پر دې سربيره به په جرمني کي په بنگو سره د ناروغانو د درملني په برخه کي څېړنو ته پراختيا ورکړل سي.

نور مطالب: