1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تير کال په جنوب لوېديځه حوضه کي څه تير سول

۱۳۸۹ فروردین ۴, چهارشنبه

د1388کال له شروع نه بیا دکال تر همدا وروستی شپی پوری د دولت د مخالیفینو یا ‌‌‌طالبانو له خوا جنوب غرب حوزی کی ډیری وړی او غټی حملی پر دولت اونړیوالو ځواکونو ترسره سوی...

https://p.dw.com/p/MaHt
د کال په وروستيو کي د کندهار ښار د خونړيو بريدونو شاهيد و
د کال په وروستيو کي د کندهار ښار د خونړيو بريدونو شاهيد وانځور: picture alliance/dpa

د ۱۳۸۸کال په شروع کی د دولت د مخالیفینو له خوا د کندهار پر ولایتی شورا،د ولایت پرمقام،محبس ،او امنیی قومندانی باندی درندی بمی چاودنی او ځانمرګی بریدونه دا هغه څه وه چه ترډیره ی عام وګړو او دولت ته ځانی او مالی زیانونه واړوه.

خوبله خوا د دولت اونړیوالوځواکونو په وینا چه ۱۳۸۸کال کی دا نه یوازی چه مخالیفینو یا طالبانوته د سیمی او حوزی په سطحه درندی مرګ ژوبلی اړولی واي چه د ښو امنیتی پرمختګونو او لاسته راوړنو درلونکی هم یو.

د کندهارد ۲۰۵ اتل قول اردو د قومندان جنرال شیرمحمد ځاځی په وینا چه دهلمند د ولایت هغه ډیری مهمی سیمی لکه خانشین .،ناوه ،نادعلی او مارجی ولسوالی چه ددولت د مخالیفینو اصلی پټنځایونه او مرکزونه وه او له ډیری مودی راهیسی دغه ولسوالی د دولت له ولکی وتلی وه د پراخو عملیاتو په ترڅ کی یادی سوی ولسوالی بیرته له مخالیفینو څخه ونیول چه اوس مهال هلته امنیت تامین دی اوخلګوته د کار او وزګارد برابرولو او بیارغونی پلانونه پکی تطبیقیږی.

همدارنګه د کندهار امنیه قومندان مل پاسوال سردارمحمد ځاځی هم چه کندهارکی د دولت د مخالیفینو له خوا د تیری اونی د درندی دسیسی د ښنډولو او په ځانمرګی بریدونوکی د مرګ ژوبلی څرګندونی کولی همدا د کب پر۲۹ نیټه چه د عملیاتو په ډګرکی و د تلیفون پرلیکه وویل چه کندهارامنیه قومندانی په ۱۳۸۸کال کی د ډیرو لاسته راوړنو شاهد دی چه ډیر تعداد تروریستان ،انفجاریه توکی غله او قوتاطریقه کسان مو نیولی او د قانون منګولوته مو سپارلی دی.

د ټول کال په جريان کي د کندهار ولايت اوسيدونکو يوه ورځ هم ارامه نه ده تيره کړې
د ټول کال په جريان کي د کندهار ولايت اوسيدونکو يوه ورځ هم ارامه نه ده تيره کړېانځور: picture alliance/dpa

بله خوا د کندهار د ولایتی شورا ریس احمد ولی کرزی هم دهیواد او جنوب غرب حوزی په سطحه وای چه ملت باید واقیعت بینه و اوسی .داچه له یوی خوا تحمیل سوی جګړه راباندی روانه ده او له بلی خوا د دولت مخالفین د هیواد د پرمختګ ،بیارغونی ،او امنیت په وړاندی یو سترګواښ دی خو دولت د نړیوالو په مټ بیاهم توانیدلی چه سربیره پردی چه د دولت د مخالیفینو له خوا سوځول سوی او وران سوی مکاتب،کلینیکونه،سړکونه ،پلونه اوپلچکونه بیرته رغوی او ترمیمیوی خلګوته د نویو عام المنفعه د پروژو په منظوری او کارکرده ګی کی دکار او وزګار زمینی برابری کړیدی او دولت د هیواد په سیاسی ،اقتصادی اواجتماعی برخو کی ډیر اوچت او پرمختللی ګامونه پورته کړیدی.

بل لوری لیدل کیږی چه ولس او ملت هم له خپلو مسولینو او دولتی چارواکوڅخه د امنیت غوښتونکی دی د کندهار دیوه تن په وینا چه که دولت د امنیت په تامین کی مثبت رول ولوبوی ټول ولس او ملت به هم د هیواد په پرمختګ او پراختیا کی ترډیره ونډه واخلی.

همدارنګه د کندهار ولایت یو بل تن اوسیدونکی هم زیاتوی چه په هیواد کی اداری فساد،غلاوی،اختطافونه او نور بمی چاودنی ټوله د بی امنی پایله ده او دامنیت تر اړخ غوښتنه کوی چه ځوانانو ته د کار او وزګار زمینی برابری سی ځکه چه دده په وینا بی کاری او بی وزګاری د بی امنیو زیږنده ده.

د کندهار امنیه قومندان مل پاسوال سردارمحمد ځاځی د کندهارخلګو او ولس ته ډاډ ورکوی چه په ۱۳۸۹کال کی به د امنیت د تامین په برخه کی ترډیره هڅه کوی ترڅو خلګ د یو ډاډمن ژوندانه څښتنان سی او د کار او وزګار زمینی ورته برابری سی.

د یادونی وړده چه تیره اونی کی د کورنیوچارو وزیر محمد حنیف اتمر کندهارته د خپل سفر په لړ کی هم وویل چه دولت تعهد کړیدی چه ترڅو د کندهار امنیتی وضع ښه کړی او ټول هغه امکانات چه د دولت په واک کی دی دابه ددی سیمی او ولایت د امنیت د تامین په برخه کی پکاراچوی پولیس او نور امنیتی ارګانونه به په پوره صداقت او میړانه د خلګو او ولس دفاع کوی.

حکمت الله اسملي/ کندهار

کتونکی. زيارمل