1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تونيس کښي نوی حکومت جوړ سو

۱۳۸۹ دی ۲۸, سه‌شنبه

ددې سره سره چي په تونيس کي نوی حکومت جوړ سو ولي خلک بيا هم ندي راضي او وايي چي پر ټولو پخوانيو چارواکو نور اعتماد نه لري.

https://p.dw.com/p/Qt9P
د تونيس صدراعظم محمد غنوشي
د تونيس صدراعظم محمد غنوشيانځور: AP

د تونس په ښار کښي پرون سهار په زرهاوو خلګ بيرته سړګانو ته راووتل او په مظاهرو يې لاس پوري کړی.

دوی غوښتنه کوله چي، حکومتي ګوندRCD دي منع او منحل سي. دا د پخواني جمهورريس زين العابدين بن علي ډير معتبر ګوند دی، چي لا پاته دی. امنيتي قواوو د مظاهره کونکو په مقابل کي د اوبو پاشونکو وسيلو څخه کار واخيستی او دوی يې سره تيت کړل.

احتجاجو ته دا پلا د صنفي اتحاديو لخوا سازمان ورکول سوی ؤ. خلګ پر پخوانيو چارواکو باندي نور اعتماد نه لري او کوښښ کوي چي تغيرات رامنځته سي.

صدراعظم محمد غنوشي د ملي وحدت نوی حکومت معرفي کړی دی. که څه هم ده په نوې کابينه کښي د مخالفينو او اپوزيسون ډير مشران تعين کړي دي، خو مهم وزيران لکه خارجه، دفاع ، داخله او ماليه پر خپلو چوکيانو باندي پاته دي.

په نوې کابينه کښي د کمونسټ ګوند او منع سوي معتدل اسلامي ګوند څخه څوک نسته. خو د اپوزيسون رهبر نجيب شبې د کلو د پراختيا د وزير په حيث تعين سوی دی. دوه نور مشهور مخالف سياسي رهبران احمد ابراهيم او بن جعفر هم په نوې کابينه کښي چوکياني لري.

محمد غنوشي د نوي کابينې د معرفي کيدو پر وخت د ټولو سياسي بنديانو د آزاديدو وعده هم ورکړه.

په تونس کښي ډيری خلګ ددې انتظار لري چي اوس به نو آرامي بيرته راسي، او يو سياسي تحول به رامنځته سي.

يو تونيسی وايي چي سړی سازش ته هم بايد حاضر سي، که څه هم هغه سخت وي او پر هغه باندي د زين العابدين بن علي تأثيرات تر ډيره وخته پوري هم پاته وي.

« موږ تر اوسه لا دلته يه يوه اظطراري حالت کښي قرار لرو. خو موږ بايد بلاخره حرکت وکړو، او مخته ولاړ سو. طبعاً پخواني قوتونه اوس هم په حکومت کښي شامل دي، خو بله لار نسته ټول کار په يوه وار نه کيږي.»

خود اپوزيسون څخه يو بل تن سليم بِل حسن ددغه حالت څخه ندی راضي او وايي چي خبره تر سياسي پستو او تعيناتو لوړه ده، خبره په ديموکراسۍ کښي ده.

الکساندر/ محمد قاسم نوري

کتونکی: نجيب الله زيارمل