په تهران کي د ووشو ننداره
د سه شنبې په ورځ د تهران په آزادي میدان کې د زرونو کسانو په موجودیت کې د ووشو کارانو یو نمایش ترسره شو. په دې نمایش کې ښځینه او نارینه ووشوکارانو له مختلفو تمرینونو سره خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړې.
د آزادۍ په میدان کې د شاوخوا ۴۰۰۰ نندارچیانو موجودیت، له ووشو ورزش سره د خلکو او په ځانګړي توګه د ځوانانو د لیوالتیا ښکاریندویي کوي.
ووشو د دوو کلیمو له ترکیب څخه جوړ شوی چې«وو» یعنې هنر او «شو» یعنې رزم یا جګړه. ووشو د چین هیواد ملي رزمي ورزش دی چې په هغې کې له مختلفو بدني حرکونو سره د ورزشکار بدني او روحي سلامتي په پام کې نیول کیږي.
په لرغوني چين کې له رزمي ورزشونو څخه د دښمن په مقابل کې له خپل ځان، کورنۍ او ټاټوبي څخه د دفاع په موخه استفاده کیدله. اوس په یو شمیر هیوادونو کې له دغو ورزشونو څخه د پوځیانو د بدني روزنې له پاره استفاده کیږي.
په اوس وخت کې دغه ورزش د نړیوالو ستندردونو مطابق مینه والو ته وړاندې کیږي او یوازې د چين پورې منحصر نه دی پاتې شوی.
د ووشو رزمي سیالۍ په دوو برخو «تالو» او «ساندا» کې ترسره کیږي. تالو له ښایسته او آروباتیکو حرکتونو سره د چين د عنعنوي فارمونو وړاندې کول دي. ساندا د یوه ستیج پر مخ ازاده مبارزه ده چې له لاس او پښې څخه په استفادې سره د مختلفو هنرونو نمایش دی.
ووشو د نني عصر د یوه ورزش په توګه د نړیوالو ستندردونو مطابق د بدن له مختلفو حرکتونو سره د دې ورزش مینه والو ته وړاندې کیږي. له ووشو څخه په نظامي برخه کې هم استفاده کیږي.
ووشو په ۲۰۰۴ م کال کې د المپيک د نړیوالې کمیټې له خوا په رسمیت ؤ پيژندل شو او خپل حرکتونه یي المپيک سیالیو ته د داخلیدو له پاره پیل کړي دي.
ووشو د هغو ورزشي څانګو څخه دی چې په آسیایي لوبو کې د ایراني لوبډلو د بریالیتوب په برخه کې مهم رول درلودلی دی.
د ایران د ووشو ورزش د ښځينه لوبغاړو ټيم په مختلفو آسیایي او نړیوالو سیالیو کې ډیر شمیر مدالونه ترلاسه کړي دي.
د ایران د ځوانانو او ورزش وزارت مرستیال عبدالحمید احمدي، د ووشو لوبي د اهمیت په اړه وویل: «تل مو په آسیایي او بین المللي سیالیو کې د ایراني ووشو کارانو پر مډال راوړنې حساب کړی دی او ډاډمن اوسئ چې د المپيک کمیټه دې ریشتې ته خاصه پاملرنه لري، څو وکولی شي خپل د ویاړ راړنې بهیر جاري وساتي.»
ووشو کارانو له ۱۳۶۸ه ق کال راهیسې د مختلفو فدراسونو د هغو له جملې څخه د تکواندو، کراته، د بدني روزنې جهاد دفتر او کونګفو فدراسیون تر پوښښ لاندې خپل کار پیل کړی دی. د ووشو فدراسیون په مختلفو سبکونو سره د ایران په ۲۱ ولایتونو کې فعال دی.