1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ترکیې کې شپږ تنه خبریالان په ابدي بند محکوم شوي

۱۳۹۶ بهمن ۲۸, شنبه

د ترکیې یوې محکمې شپږ تنه خبریالان له اساسي قانون څخه د سرغړونې او د ګولن له شبکې سره د تړاو له کبله په ابدي بند محکوم کړي دي. دغې پریکړې د ترکي الاصله آلماني خبریال د آزادیدو خوشحالي هم تر خپل سیوري لاندې رواستلې.

https://p.dw.com/p/2srQV
Türkei Journalist und Autor Mehmet Altan
انځور: picture alliance/AA/A. Izgi

په اوس وخت کې تر ۱۰۰ ډیر خبریالان او د ترکیې د رژیم سیاسي مخالفين په زندانونو کې بندیان دي. تیره ورځ د «دي ولټ» آلمانۍ ورځپاڼې خبریال دنيس یوجل چې شاوخوا یو کال په ترکیه کې بندي وو آزاد شو. په همدې وخت کې شپږ تنه ترکي خبریالان د ۲۰۱۶ م کال د ناکامې کودتا د ملاتړ په جرم په ابدي بند محکوم شول.

د دغو کسانو په کتار کې د ترکي رسانیو مشهور خبریالان لکه ازلي ایلیجک، احمد آلتان او محمد آلتان هم لیدل کیږي، چې د فتح الله ګولن له غورځنګ سره د تړاو درلودلو په تور نیول شوي ول.

د لګول شوو تورونو له مخې دواړو ورونو احمد او محمد التان د ۲۰۱۶ م کال د ۱۵ نیټې تر کودتا یوه ورځ مخکې په یوه تلویزوني خپرونه کې یو پټ پيغام خپور کړی وو. همدارنګه ۷۳ کلنه میرمن ایلیجک په دغې ناکامې کودتا کې په لاس درلودلو په تور محکومه شوې ده.

د رسنیو د آزادۍ له پاره توره ورځ

د خبریالانو مدافع بنسټونو په ترکیه کې د بیان د آزادۍ او خبریالانو د وضعیت په اړه انديښنه ښودلې. په ترکیه کې د بی سرحده خبریالانو سازمان د شپږ تنو خبریالانو د زنداني کیدو تر حکم وروسته، په دغه هیواد کې د مطبوعاتو د آزادۍ له پاره له یوې تورې ورځې څخه یادونه کړې.

په ترکیه کې د بخښنې نړیوال سازمان په خپل غبرګون کې ویلي دي چې په ترکیه کې د بیان د آزادۍ ساحه ډیره سخته محدوده شوی ده. دغه سازمان خبرداری ورکړی دی چې په دې هیواد کې زنداني خبریالان باید له یاده ونه ایستل شي.

د رپوټونو پر بنسټ د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د سیاسي مخالفينو ترڅنګ تر ۱۰۰ ډیر خبریالان د دغه هیواد په زندانونو کې بندیان دي.