1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ترکيه کي محلي ټاکني: اردوغان ته د خطر زنگ

۱۳۹۸ فروردین ۱۲, دوشنبه

په ترکيه کې تر سيمه ايزو ټاکنو وروسته د ټولو سترگې د هيواد تر ټولو مهمو ستر ښارونو ته اوښتې دي: خو په انقره کې د ولسمشر گوند ښايي له ماتې سره مخامخ شوی وي. په استانبول کې بيا مسابقه سر پر سر روانه ده.

https://p.dw.com/p/3G0ML
Tüekei, Ankara: Recep Tayyip Erdogan
انځور: picture-alliance/AA/E. Top

د ترکيې برحاله «ای کې پي» اسلامپال – محافظه پال گوند ښايي په ۱۶ سترو ښارونو کې د ښاروالۍ څوکۍ گټلي وي. دا خبره د دغه گوند مشر او د ترکیې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان د يکشنې په ماښام ناوخته په انقره کې خپلو په زرونو پلويانو ته وکړه. د ۲۰۱۴م کال په سيمه ایزو ټاکنو کې «ای کې پي» گوند په ۱۸ سترو ښارونو کې ټاکنې گټلې وې.

سر پر سر مسابقه

په استانبول کې بيا د تلویزيوني رپوټونو په حواله د اردوغان د گوند کانديد بن علي يلدرم او رقيب تر منځ تفاوت يې ۴۰۰۰ رای دی. دا په داسې حال کې ده چې دغلته په ټولیزه توگه ۸ ميليونه راې ورکړل شوي دي. «ای کې پي» گوند او همدا راز د منځني ـ کين اړخه اپوزيسيون گوند «سي ايچ پي» کانديد اکرام امام اوغلو هم د بري ادعا کړې ده.

امام اوغلو د اردوغان د گوند د کانديد يلدرم سره هم مهاله په يوه خبري ناسته کې گډون وکړ چې په هغه کې یې د «ای کې پي» پر کانديد د درغلۍ تورونه ولگول. خو نوموړي بيا ورووسته وويل پايلې ښيي چې په استانبول کې یې له گوند څخه څوک مخکې کيدلای نه شي.

خو دا خبره د سختو انتقادونو باعث شوې چې د «انادولو» خبري آژانس له نيمې شپې راهيسې د ټاکنو پر خپله انترنت پاڼه نوي نتايج نه دي خپاره کړي. د تېرو کالونو په ټاکنو کې هم تل د درغلۍ تورنه لگول شوي دي.

په انقره او لويديځو ایالتونو کې اپوزيسيون مخکې دی

په پلازمينه انقره کې د شپې ناوخته پورې د سي ايچ پي کانديد منصور ياواس د ای کې پي له کانديد څخه د کابو څلورو فيصدو رايو په توپير سره مخکې وو. د گوند مشر کمال قليچ دار اوغلو د خپل گوند د بريا اعلان وکړ. د اردوغان گوند يې په اړه په لومړي سر کوم غبرگونه ونه ښود.

Türkei Ankara Mansur Yavas Oberbürgermeisterkandidat CHP
د «سي ايچ پي» گوند مشر منصور ياواسانځور: DW/H. Köylü

د ترکیې په دريم ستر ښار ازمير کې «سي ايچ پي» گوند برعکس بيا په ښکاره توگه بريا ترلاسه کړې ده. د مخکنيو ټاکنو په څېر عملاً په لويدیځ کې پراته ټول ساحلي ايالتونه دغه کيڼ اړخه ناسيونالستي گوند گټلي دي، په داسې حال کې چې په مرکزي اناطوليه کې چې د ترکېې له اوو جغرافيایي سيمو څخه دويمه ستره سيمه ده، د اردوغان گوند بریا ترلاسه کړې ده.

کرد پلوه «ايچ ډي پي» گوند بيا د هغوی د خپلو معلوماتو په حواله په اکثريت کرد ميشتو جنوب ختيځو ايالتونو لکه ديارباکير،ماردين او حکاري او همدا راز په ختيځو ايالاتونو وان او قارص کې مخکې دی.

د ترکیې دې سيمه ایزو ټاکنو ته د اردوغان او د هغه د حکومت له پاره چې د هېواد د روان خراب اقتصادي حالت له پاره گرم بلل کيږي، د يوې آزموينې په سترگه کتل کيږي. دا هېواد له انفلاسيون سره لاس او گريوان دی او پولې واحد ليرا یې ډېر ارزښت له لاسه ورکړی دی. خو سره له دې هم «ای کې پي» گوند په ټول هېواد کې يووار بيا د قوي سيمه ایز ځواک په توگه مطرح شوی دی. اردوغان وويل چې د ښي اړخه «ايم ايچ پي» گوند سره په ائتلاف کولو سره یې د هېواد ۵۶ سلنه ښاروالۍ خپلې کړي دي.

B.S/N.Z (afp, dpa)