په تخار کي ۲۲ ټنه چاودېدونکي مواد نيول سوي
۱۳۹۳ فروردین ۱۲, سهشنبهافغان طالبانو اعلان کړی دی چې د اپریل میاشتې پر پنځمه (حمل میاشتې ۱۶مه) به تر سره کیدونکي ټاکني گډي وډي کړي، خو افغان امنیتي چارواکو لا تر مخه ویلي دي چې طالبان کولای نه شي دغه ټاکني اخلال کړي. ویل کیږي چې نیول شوي چاودیدونکي مواد د سوونو بمونو د جوړولو له پاره بسنه کوي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، له رویترز خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «د دغه چاودیدونکو موادو کشفول به د سوونو بمونو د بریدونو مخه ونیسي او په ټوله کې به پر امنیت باندي ځانگړې اغېز ولري.»
رويترز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چي افغان امنیتي چارواکي غواړي وښيي چې د ټاکنو او له افغانستان څخه د روان میلادي کال تر پایه پوري د بهرنیو جنگي ځواکونو تر وتلو وروسته په یوازي سر د دغه هیواد امنیت ټینگولای شي.
د صدیقي په خبره، چاودیدونکي مواد په شاوخوا ۴۵۰ بوجيو کې پټ کړل شوي ول. د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې دغه چاودیدونکي مواد یې په نسبي توگه آرامه ولایت تخار کې په یوه تهکاوۍ کي کشف او نيولي دي. په وروستیو کلونو کې په دغه شمالي ولایت کې د طالبانو فعالیتونه احساسيږي.
په دې اوونۍ کې د افغانستان لوی ښارونه په تیارسئ حالت کي دي او نزدې ۳۵۲ زره افغان امنیتي ځواکونه په ټول هیواد کې گومارل شوي دي، څو د رایې ورکولو پر مرکزونو او همداشان پر نورو تاسیساتو باندې د بریدونو مخه ونیسي.
له دغسي چاودیدونکي موادو څخه یاغیان بمونه جوړوي چې د بهرنیو او افغان ځواکونو پر ضد يې د اصلي وسلې په توگه استفاده کیږي او همداشان په افغانستان کې د ملکي وگړو د مرگ ژوبلي اصلي عامل گڼل کیږي.