په تايلند کي مظاهره کوونکي پوځي قرارګاه ته ور ننوتلي
۱۳۹۲ آذر ۸, جمعهد تايلند پوځ د عمومي قرارګا سيمي ته ور اوښتي يوه مظاهره کوونکي وويل: «موږ غواړو پوه سو چي پوځ د چا پلوي کوي.» اعتراض کوونکو له عسکرو څخه غوښتل چي د دولت پرضد په مبارزه کي د دوی پلوي وکړي.
د پوځ يوې وياندي دا خبره تاييد کړې ده چي مظاهره کوونکي د قرارګا سيمي ته ور ننوتلي دي. د تايلند د پوځ مشر د پيښي پرمهال په قرارګا کي وو خو هلته پاته نه سو.
تر ډيره سوله ييز اعتراض
اعراض کوونکو د پوځ د عمومي قرارګاه په دنننۍ سيمه کي بيرغونه په لاس کي او کوښښ يې کاوه چي د پوځ پاملرنه ځان ته راواړوي تر څو د دوی ملاتړ وکړي.
نزدې ۳۰۰۰ نور مظاهره کوونکي د واکمن ګوند د مرکرزي دفتر مختي راټول سوي او د لومړۍ وزيري ينګلک شيناواترا د استعفا غوښتنه کوي. خو ينګلک دغه غوښتنه رد کړې ده.
د لومړۍ وزيري حکومت پر پوليسو باندي ږغ کړی دی چي د مظاهره کوونکو مخنيوی وکړي. د تايلند د حکومت مشري د پنجشنې په ورځ لکه څرنګه چي تمه يې کېده يو ډېر خراب حالت تير کړ.
آيا هغه «يوه لاس پوڅې» ده؟
د حکومت مخالفين پر ينګلک باندي د اداري فساد تور لګوي او وايي چي هغه یوازي د خپل تبعيد سوي ورور يا پخواني لومړي وزير تاکسين شيناواترا د «حکومت ساتونکې» ده.
ډېر شتمن پخوانی لومړی وزير تاکسين شيناواترا په ۲۰۰۶ کال کي د تايلند د سلطنتي پوځ له خوا را وپرځول سو او بيا وروسته په فساد محکوم سو.
په تايلند کي له هغه وروسته د دغه هیواد وګړو اعتراضونه پيل کړل چي لومړۍ وزيري د عمومي عفو قانون مسوده د تصويب له پاره پارلمان ته وړاندي کړه. له دغه قانون څخه په تبعيد کي د هغې ورو تاکسين شيناواترا هم برخه من کېدلای سوای.
له اوونيو راهيسي د دغه هيواد په پلازمېنه بنکاک کي د حکومت پرضد لاريونونه روان دي. اعتراض کووکو تر اوسه پوري څو وزارتونه کلابند کړي ول. د پنجشنبې په ورځ د پوليسو په مرسته دغه وزارتونه له کلابندۍ څخه خلاص سول.