په بوسنيا کي دولتي ودانيو ته اور اچول سوی دی
۱۳۹۲ بهمن ۱۹, شنبهپه بوسنیا کې د دولت ضد ولسي اعتراضونو داسي ناکرایو ته لمن وهلې ده چې په دغه هیواد کې د (۱۹۹۲-۱۹۹۵) کال تر جګړې وروسته يې سارۍ نه لیدل کیږي. د مظاهرو په دریمه ورځ د سارایوو، پر سړکونو باندي د پولیسو او په زرونو مظاهره کوونکو تر منځ اخ و ډب رامنځ ته شو.
دغه لاریونونه د فیسبوک په شان ټولنیزو شبکو له لاري د بې روزګارۍ، فساد او ګوند بازۍ پر ضد پيل شول. د مظاهره کوونکو ډېری ځوانان دي چې نقابونه پر مخ سړکونو ته راوځي.
د جمعې په ورځ (۲۰۱۴ کال فبروري۷) د اقتصادي فشارونو له امله یو شمیر خلکو په سارایوو، کې دولتي ودانیو ته په اور اچولو سره خپل قهر او غوسه څرګنده کړه. مظاهره کوونکو د ولسمشرۍ دفتر ته د ننوتلو هڅه وکړه خو پولیسو د اوبو په پاشلو سره د هغوی مخه ونیوله.
اعتراض کوونکي د جمعې په ورځ تر غرمې وروسته په دې وتوانیدل چې د جمهوري ریاست ودانۍ یوې برخي ته اور واچوي. همدارنګه د بوسنیا په نورو ښارونو کې هم یو شمیر دولتي ودانیو ته اور اچول شوی دی.
په توزلا ښار کې چې یو وخت د بوسنیا د صنعتي زړه یا مرکز په نامه یادېدی، اعتراض کوونکو د ښاري شورا پر ودانۍ هجوم ور وړ او هغه ته يې اور واچاوه. په وروستيو کلونو کې د توزلا، کارخانې خصوصي سکتور ته تر سپارلو وروسته یو په بل پسې وتړل شوې.
پولیسو په سارایوو او توزلا ښارونو کې د مظاهره کوونکو د تیت او پرک کولو له پاره بې هوښه کوونکي لاسې بمونو، اوښکن ګاز او ربړي مرمیو څخه کار اخیستی دی.
په همدې منځ کې د بوسنیا کابینې یوه بېړنۍ غونډه را وبلله او اعتراض کوونکي يې د خبرو اترو میز ته را وبلل.
دغه ناکرارۍ د مخ پر ډیریدونکي بې روزګارۍ او بدي اقتصادي وضعي پرضد له چهارشنبې ورځي راهیسې پیل شوي دي. په دغه هیواد کې د بېکارۍ کچه د۴۰ او ۴۴ سلنو ترمنځ ښوول شوې ده، چې دا په بالکان کې د بې روزګارۍ تر ټولو لوړه کچه ده.
د بوسنیا ځانګړی سیاسي جوړښت چې دولتي پوستونه د درو قومي ډلو کرواتان، مسلمانان او صربیانو تر منځ ویشل شوي دي، په دغه هیواد کې د اقتصادي وضعیت د ښه کولو هر پروګرام ډیر پېچلی کړی دی.
د اقتصادي چارو يو کارپوه چې په دغو مظاهرو کې يې ګډون کړی وو، رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «یو بوسنیايي پسرلی راتلونکی دی».
هغه ټینګار وکړ چې د بوسنیا بې روزګاري به هم دلته پر سړکونو باندي پاته شي، ځکه هغوی له لاسه ورکولو څه نه لري.
د بوسنیا ټولنه چې د اروپا تر ټولو بې وزله هیواد شمیرل کیږي درې میلیونه او اووه سوه زره نفوس لري. د بوسنیا د مظاهرو په لړ کې ډیر خلک ټپیان شوي دي.
یوازې په سارایوو، کې د۶۰ تنو پولیسو او۴۰ تنو مظاهره کوونکو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی دی.