1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بن کښي دخبري رسنيو نړيوال کنفرانس

۱۳۸۷ خرداد ۱۳, دوشنبه

د دويچی ویلي دآلمان ږغ دخبري رسنيو په نړيوال کنفرانس کي چی نن ...

https://p.dw.com/p/EBId
ددغه کنفرانس يوه ګډون کونکې، شيرين عبادي
ددغه کنفرانس يوه ګډون کونکې، شيرين عباديانځور: GMF

دآلمان دبن په ښارکی پيل سوی ،او د چارشنبی تر ورځي پوری به دوام

پيدا کي ، دبحث او مشاجر ی اساسی موضوع به داوی چی دسولی په ساتنه او مخکی دمخه دلانجو دمخنيويو په لاره کی به خبری رسنۍاومطبوعات څه نقش بازي کي ؟

داچی آزاد او ناپيلي خبری رسنيی او مطبوعات څنګه منځ ته راتلای سی ، ډيري طرحي او نظريې چیموجودي دی ، هماغه دسړې جګړې دزمانی طرحي او نظريې دی . داچی دزورواکۍڅخه د ډیموکراسی پر خواڅنګه سړی ګامونه واخلی ، اويا داچی څنګه دولتی خبری رسنۍاو مطبوعات دآزادو تجارتی مطبوعاتو او خبرۍ رسنيو بڼه غوره کوی ، دوارسا دتړون دړنګيدلو څخه وروسته موږ ولیدل چی دغه راز خبری رسنی او مطبوعات په ختيځه اوروپاکی منځ ته راغلل ، پرته لدی چی هلته دغه هدف ته درسيدلو دپاره وينی بهيدلي وی .هلته بدلونونه ترډيري اندازی پوري په يوه سوله ايزه فضاکی ترسره سوه . هلته ډير شمير انسانان په لیک او لوست پوهيدل .

خو 2001 میلادی کال دسپتمبر دمياشتی داا نيټۍ دپيښی او بيا د مادريد او لندن دتروريستی ګوزارونو د پيښی څخه وروسته فضآ بل خيل ته شوی او په مطبوعاتو او خبري رسنيو کی بدلونونه هسی نه دی چی موږ يی مثالونه په ختيځه اوروپا کی لیدلي دي .

خو نن ورځ په کومو هيوادونو کی چی دلانجو او شخړو څخه وروسته هلته يو څه نوی سوله راغلې ، مطبوعات او خبريرسنيوهلته په نوو طرحو سره په کار پيل کړی دی .په دغه سيمو کی مطبوعات او خبری رسنی ددی چلنجه سره مخامخ دی چی دغه نوي خبری رسنۍ او مطبوعات داسی عمل ونکړی چی په دغه سيمو کی نوی منځ ته راغلې سوله چی لا تراوسه يی ژوری ريښی په ټولنه کی ندی غزولي ، د خطره سره مخامخ کړی . او د بله طرفه ددې دپاره چی مطبوعات او خبري رسنيی خپل بريالیتوبونه وښيي ، بايد چی په بنيادی تغيراتو لاس پوری سی . د دويچی ويلی دآلمان ږغ درسنيو په لمړی نړيړال کنفرانس کی دغه موضوع چی مطبوعات او خبری رسنۍ دسولی دساتنی او دلانجو دمخنيوي په لاره کی څه نقش بازي شی دخبرو او مشاجرو زړي جوړوی . او همدغه هدف ته درسيدلو دپاره د84 هيوادونو څخه د 800 څخه زيات دمطبوعاتو او خبری رسنيو کار پوهان ، سياست مداران ، دکلتوری ، اقتصادی ، سیاسی ، او پرمختيايی څانګو کارپوهان ، رابلل شوی او او دکنفرانس پر موضوع باندی خبری او مشاجری کوی .

ددغۍ غونډۍ دپرانستلو څخه مخکی ددويچی ويلی دآلمان ږغ دخبری رسنيو مشر ايريښ بتر من په یوه مرکه کی وايی چی : په ډيرو هيوادونو کی دآزادو خبرونو دخپرولو په لاره کی بندیزونه ورځ په ورځ زياتيږی، او داسی ښکاري چی سانسور دډیرو دپاره يوه منل سوې عادی خبره وی . بتر من وايی په داسی حال کی چي موږ دآزادۍ او ډیموکراسۍ نار ې پورته کوو ، نور زورواکان ، پوځې رژيمونه او په هغو هيوادونو کی چی يو ګوندی حکومتونه چليږی ، زموږ خپرونو ته ګوته نيسی او وايی چی دا له بهره څخه پروپاګندی خپروني دی .

د دويچی ويلی دآلمان غږ دخبری رسنيو مشر بتر من وايی چی :

کله که مونږ دکلتورونو ترمنځ دروغونکو خبرو اترو څخه خبری کوو ، نو بايده دی چی دمعلوماتو راکړه ورکړه زمونږ تر منځ وی . او دغه معلو مات په لمړی سر کی ژورناليستان راکولای سی . بتر من غواړی چی په بن کی دميدیا نړيوال غوڼده دداسی يوې غونډي بڼه ونيسی لکه دنړيوال اقتصادی غونډی په شان او له همدی امله دغې غونډی ته دژورناليستانو تر څنګ ډير شمير سياست مداران ، اقتصاد پوهان او دخبری رسنيو استازی رابلل شوی تر څوچی دوخت دغوښتنو سره سم دميديا او مطبوعاتو په مربوطو مسايلو او چلنجونو باندی خبری وسی .

دنشراتی دستګاوو په معاملو کی سياست او اقتصاد سره ګډيږی . ژورناليستان ډارول کيږی، او هغو ته دبندی کيدو ګواښونه کيږی ،او دعامه خدمت دپاره راډيويي دستګاوی په ټوله اروپا کی په بحران اخته دی۰ درسنيو بيطرفي داشتهاراتو اودتمرکز ،ترفشارلاندی ده ۰همدغه ډول دتروريزم پر ضد قانوانين هم درسنيو د ازادۍ د په خطر کی لويدلو کی وبرخه لری ۰داخبره داوروپايی ژورناليستانوداتحاديی مشر پوڅولیمونتينی کړيده، او زياته کړې يې ده چی : دِغو قوانينوخپله لومړنۍ معنی د لاسه ورکړيده ، اونور نسی کولای چی په هغو ساحوکی چی د ترريزم سره سراو کارنلری معلومات کنترول کړی ۰اوس حکومتونه دژورناليستانوپه کارونوکي لاس وهی ،دهغو تلفيونونه اوری ،بريښنا ليکونه يي لولي اودهغولخوا د انترنيټ څخه استفاده تعقيبوی .ژورناليستان دتروريزم پر ضد قانونوله امله نورپه کراره خپل کارونه نسی کولای ، ځکه چی ددوی لد لاری حکومت معلومات ورکونکی پيژندلای شی ۰اروپايی جرګه دمعلوماتو دلاس ته راوړلودپاره پر يوه موافقت ليک باندی کارکوی۰ دلته دپټو اسنادو برملا کول که دعوامو په ګّټه وی هم په پام کی دی ۰فرانسه ددغه راز تعريف سره مخالفت ښيی .پداسی حال کی چی داستونيا ، لتوانيا ، هنګری ،سلوانيا،صربستان اومقدونيی په شان هيوادونه دهغه په پلوي دي . د(ان جی او اکسس ) دمعلوماتو دټولنی مشره هلن داربشيروايی :په ځنی مواردو کی ختيځه اروپاد لويديزی اروپاڅخه مخکي ده ۰زمامطلب يوازی قوانين نه،بلکه معلومات هم دی ،چی سړی يی ډير اسانه ترلاسه کولای شی ۰دمثال په ډول په رومانيی کي ، داينتر نت دا سی مخونه سته چی په هغو کی دهغو کسانو دشتمنۍ په هکله معلومات ورکول کيږی چی سترمقا مونه لری ۰دهغو له مخی سړی ليدلای شی چی آیا يوڅوک دخپلی دې دندی په وخت کی شتمن سويدی اوکنه؟ ۰پداسی حال کی چی په فرانسه او هسپانیه کی ددغه ډول معلوماتو خپرول حتمي ندی۰په هسپانيه کی دامعلومات بيخی پټ دی ۰اوسړی نه پوهيږی چی دلوړ مقام خاوند څومره شتمنی لری اوآيا ده خپل موټر او ياکور د خپله معاشه اويا درشوت په پيسو اخيستی دی . فرانسه بيخی ځانته موضوع ده ، هلته درازونواوپټ ساتلو بل ډول کلتور چليږی ، اوروڼوالی پکښي نسته . همدغه ډول دژور ناليستانو اوسياست مدارانو د ډیر نژدی والی څخه شکايت کيږی ۰دوی هماغه دنخبه ګانو ښونځيو ته تللی اودپاريس په هماغه ناحيو کی چی سياستوال اوسيږي ، دوی هم ژوند کوی ۰پوڅولی مونتينی سربيره پردی پدې باندی هم نيوکه کوی ، چی فرانسه دنړۍ يوازنی هيواددی چی دخلکوداذهانو جوړونکی ډله ايزی رسنۍ دصنایعو دکنڅرنونو په لاسو کی دی ۰او پدی ډول په معلوماتو باندی مستقيمه اغيزه درلودلای شی۰دادمطبو عاتو دآزادۍ دپاره ښه نده ۰خبريالا ن په سپينوالفا ظو سره وايی چی دځينوتصديو په هکله دمعلو ماتو خپرول سخت کاردی . دمثال په ډول د درملو دجوړولو دصنایعو ، اود ودانيو دجوړ ولو او دبيمو په ساحوکی ۰دمطبو عاتو آزادی دديموکراسۍ بنسټيز حق دی چی هره ورځ يي بايد دفاع وسی ، اولکه هسی چی داروپايی خبريالانو له رپوټه څخه څرګنديږی په ارو پا کی هم بايد هره ورځ په دفاع لاس پوری شي ۰