په بن کي د بن کنفرانس پر ضد مظاهره وسوه
۱۳۹۰ آذر ۱۲, شنبهپه بن کي د افغانستان په هکله د جوړیدونکي نړيوال کنفرانس دوې ورځي تر مخه د شنبې په ورځ پدغه ښار کي د افغانستان د جگړې پر ضد لاريون تر سره سو.
پدغه لاريون کي د جگړې ضد يو شمېر ټولنو تر څنگ د المان د کيڼ گوند استازو هم گډون کړی وو.
دغه مظاهره چي، د انسجام کوونکو په وينا پکښي څلور نيم زرو کسانو گډون کړی وو، تر دې شعار لاندي چي« دوی د سولي خبري کوي خو په جنګ بوخت دي» ترسره سوه.
مظاهره کونکو په افغانستان کې په سمدلاسه توگه د جګړې د بندولو، د شریکو اړخونو سره د ډيالوګ او د دغه هیواد څخه د بهرني ځواکونو د را ایستلو غوښتنه وکړه.
د جگړې پر ضد د مسيحيانو د ټولنې پاکس کرسټي مشري کرسټين هوفمان لاريون کوونکو ته د وينا پر وخت وويل، چي د بن کنفرانس اصلي موخه په افغانستان کي د جگړې لا اوږدول دي.
د نوموړي په وينا که جگړه نوره وغځيږي نو تر ټولو زيات زيان به يې عامو افغانانو ته ورسيږي.
د لاريون وينا والو د المان تر څنگ د ټولو نورو بهرنيو ځواکونو څخه غوښتنه وکړه، چي د افغانستان څخه خپل عسکر راوباسي.
د لاريون په پای کي د احتجاج کوونکو له خوا يوه اعلاميه رسنيو ته وسپارله سوه، چي پکښي په افغانستان کي د سمدلاسه جگړې درولو، د افغانانو تر منځ د حقيقي سولي د خبرو اترو د پېل او د ټولو بهرنيو ځواکونو د را ايستلو غوښتنه سوې ده.
د بن کنفرانس به د دوشنبې په ورځ پيل او شاوخوا د ۹۰هيوادونو او نړيوالو سازمانونو استازي به پکښي گډون وکړي.
آژانسونه/ برېښناصابر
کتونکی: نجيب الله زيارمل