په بنکاک کې درې چاودني شوي دي
۱۳۹۰ بهمن ۲۵, سهشنبهاعلان
د تایلنډ پلازمینې د بنکاک په یوه مشهوره برخه کې درې چاودنې شوي دي. چارواکو په دغه چاودنو کې د پنځه تنو د ټپي کیدو خبر ورکړی دئ. ویل کیږي چې په زخمیانو کې یو تن پخپله بم ایښودونکی دئ، داسې هم ویل کیږي چې نوموړی تن په خټه ایرانی دئ. د پولیسو د معلوماتو پر اساس یوه چاودنه په یوه کور کې تر سره شوې، دوهمه چاودنه په یو ټیکسي موټر کې او دریمه چاودنه د یوه مکتب تر څنگ د تلیفون په غرفه کې رامنځ ته شوې ده. پولیسو د پیښې په اړه پلټنې پیل کړي دي.