په بنکاک کي داور وژلو او پاکولو کارونه شروع سويدي
۱۳۸۹ اردیبهشت ۳۱, جمعهپرون لا هم ژغورونکې عمله د پټو سوو کسانو لخوا تر حملې لاندي راغلل ، او فيرونه پر وسول .
د ورځپاڼو د معلوماتو پر اساس عسکرو د فور سِيزنس په هوټل کښي چاوديدونکي مواد پيدا کړل ، چه د چاوديدوپه صورت کښي کيدای سواي ، د هغه ټول تعمير نړيدلی وای . دغه هوټل د هفتو هفتو راهيسي ددولت د مخالفينو په لاس کښي ؤ .
پوليسو پرون وسلې ، مينونه او چاوديدونکي مواد ښکاره کړل ، چي ددوی په وينا د سور کميسو په مرکزي ساحه د راجا پراسونگ په څلور لاري کښي يې پيدا کړي دي . په هغو کښي لاسي بمونه ، ماشينداران او تفنگچې شاملي وې . د پوليسو د خاصو عملياتو وياندي پورنټيپ رويانا سونان په دې اړه وويل ،
«امنيتي قواوو په ډيره پيمانه سره د چاوديدونکو موادو پرزې پيداکړي دي ، چي په هغه کښي د بمانو او نارنجکانو د جوړولو پرزې او مواد شامل دي . موږ هغه ځای هم پيداکی ، چه هلته دغه چاوديدونکي مواد جوړيدل . »
پدې منځ کښي د سور کميسو پر ډيرو رهبرانو چي تر 7 تنو اضافه يې پوليسو نيولي دي ، د ترهگرۍ تورونه لگيدلي دي . که چيري پر دوی باندي دغه تورونه ثابت سي ، نو د مرگ د جزأ سره به مخامخ سي .
حکومتي وياند پانيتان واتنياگورن د راجاپراسونگ په څلور لاري کښي د سور کميسو د اعتراضونو ويديوگاني ښکاره کړې . په ويديو کښي ښکاري چي د نورو تر څنگ ناټا وُټ سايکووا خلگ تشدداو د زور استعمال ته رادعوتوي . په ويديو کښي راغلي دي ،
«که دوي يو څوک بندي کوي ، بيا دي نو ما بندي کي . که حکومت زموږ اعتراضونه په زور سره منحلوي ، بيا به نو هر څه وسوځي . »
يوازي د بنکاک د ښارپه منځ کښي تقريبأ 40 تعميرونه سوځل سوي دي . د هغو په جمله کښي ډير لوکس مارکيټونه شامل دي ، چي 4 يې کاملأ نړيدلي دي، او بايد ايسته سي . په دغو څو مياشتو کښي په مليارډو تاوانونه رسيدلي دي . حکومتي وياند پانيتان وويل چي حکومت ددونه ډيرو تاوانو اټکل نه ؤ کړی .
د مخالفينو رهبرانو په دې منځ کښي د ټولو سور کميسو څخه غوښتي دي ، چي نور د تشدد او زور څخه لاس واخلي ، اورونه وانه چوي ، او مالي تاوانونه ونه رسوي .
د بلي خوا د تايلنډ د شمال او شمال شرق په ولايتو کښي هم په متفرقه ډول پر عامه ودانيو باندي حملې کيږي، او د امنيتي قواوو او مخالفينو تر منځ اخووډب رامنځته کيږي .
بوروفسکا/ محمد قاسم نوري
کتونکي : عارف وردگ