په بلوچستان کي ۱۹ مسافر وژل سوي
۱۳۹۴ خرداد ۹, شنبه
د پاکستان امنيتي چارواکي وايي چي نامعلومو وسله والو کسانو د جمعې په ورځ ماښام دوه سرويس موټره دې ته مجبوره کړي چي يوې گوښې ته ودريږي او مسافر ځني راکښته کړي.
د چارواکو په خبره له موټرو څخه د مسافرو تر راکښته کولو وروسته وسله والو کسانو ۱۹ انسانان وژلي دي. دوی ويلي دي چي امنيتي ځواکونه په دې توانېدلي دي چي د وسله والو له منگولو څخه پنځه تنه مسافر آزاد کړي.
ويل سوي دي چي دغه کسان د پاکستان د امنيتي ځواک په يونيفورم کي عمومي سړک ته راوتلي دي. په پيښه کي يوه ژوندی پاته سوی بلوڅ ويلي دي: «وسله والو اول زموږ شناخته کارتونه وکتل او بيا ئې يو شمېر کسان ووژل.»
هغه زياته کړه: «په موټرو کي سپاره پښتانه ووژل سول او بلوڅان پاته سول.»
دغه سرويس موټران له کوټه څخه کراچي ته روان ول چي د بلوچستان په مستنگ سيمه کي د وسله والو له خوا يرغل پرې سوی دئ. د بلوچستان د کورنيو چارو وزير سرفراز بوگتي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي پر دغو موټرو باندي له ۱۵ څخه ۲۰ پوري وسله والو کسانو يرغل کړی دئ. هغه ويلي دي چي وسله وال په تېښته کي دي او امنيتي ځواکونه ئې د نيولو تلاښ کوي.
د پيښي پړه تر اوسه پوري چا پر غاړه نه ده اخيستې. خو داسي ويل کيږي چي وسله والو د مسافرو د «شناخته کارتونو» تر کتلو وروسته نزدې ۲۴ کسان له ځانه سره بېولي چي ۱۹ ئې وژلي او پنځه نور آزاد سوي دي.
د پاکستان په بلوچستان ايالت کي پر افراطي وسله والو ډلو سربيره د دغه ايالت د بېلتون غوښتني يوه ډله هم فعاله ده.