په بلوچستان ايالت کي هره ورځ ۱۵ کسه يوازي نشه يي موادو وژني
۱۳۸۹ مهر ۷, چهارشنبهد ډاكټرانو په خبره هغه كسان چي نشه كوي، د نشيي توكيو د استمعال له امله په بيلا بيلو ناروغيو باندي اخته كيږي چي وروسته يي يو شمير كسان مري.
د كوټي په ملكي روغتون كي يو تن متخصص ډاكټر غلام رسول وايي چي هره نشه خپل بد تاثير لري. مثلا له نسوار څخه د خولي ناروغي، د خولي كينسر د غاښونو خرابوالى، د اوريو خرابوالى او د خولي بوى، ستونى ځيني خبرابيږي د پزي ناروغۍ ځيني كيږي او د سګريټ هم دغه ګړدي كيسي دي.
د ډاکټر غلام رسول په خبره د چرسو استعمال بيا انسان بزدله كوي، په انسان كي د وهمه ناروغي پيدا كوي، له انسان څخه دا حيثيت ختموي چي د ځان مور او پلار، مايني بچيانو ورور او خور له زمواري څخه دى ليري كوي او دى د هغوى په باره كي سوچ او فكر نه
كوي او له دي پرته د شك بيماري په كښي پيدا كوي چي په ماينه، خور او ورور باندي شك كوي.
د هيرويينو د څكولو په اړه ډاکټران وايي چي، پر يو شمير نورو ناروغيو سربيره د دماغ او د ويني ناروغي ځني پيدا كيږي او له دې پرته د تور ژړي او ايډز ناروغي ځني پيداكيږي.
د دي پوښتني په جواب كي چي يو څوك نوى په نشه باندي روږديږي، كومي علامې لري ډاكټر غلام رسول په دي اړه د المان ږغ راډيو ته وويل:
كورته ناوخته راتلل، له داسي خلګو سره تعلق لرل چي هغه په معاشره كي ډير بدنام وي، په كور كي د كوچنيو كوچنيو شيانو وركيدل، پر ډوډۍ نه راتلل، چاته خوله نه ورنژدې كول.
د يادوني وړ ده چي په بلوچستان ايالت كي لږ تر لږه د ورځي پنځلس كسان د نشيي توكيو د استعمال له امله مري خو كاروباري خلګ يې د پيسو د يو ځاى كولو لپاره كاروبار ته لا پراختيا وركوي.
حبيب الرحمن تاثير/ کوټه
کتونکی: نجيب الله زيارمل