په بلخ کې بارانونو ۵۰۰ کورنۍ بې ځایه کړي دي
۱۳۹۰ اسفند ۶, شنبهتیره اونۍ په بلخ ولایت کې سخت بارانونه وشول. د دغو بارانونو له کبله د بلخ ولایت په نهر شاهي ولسوالۍ کې سیلابونه راغلي دي چې یو شمیر کورونو ته ئې سخت زیان رسولی دئ.
د بلخ ولایت د نهرشاهي د ولسوالۍ ولسوال شیر محمد ابوطارق، وایي چې د تیرې اونی بارانونو له کبله په دغې ولسوالۍ کې څه د پاسه ۵۰۰ کورونه اوبو نیولي دي. هغه زیاتوي چې د دغه شمیر کورونو له ډلې څخه ۲۰۰ ئې په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي او نور ئې هم د نړیدو په حال کۍ دي.
د دغې ولسوالۍ څه د پاسه ۵۰۰ کورنۍ چې د سیلابونو له کبله بي ځایه شوي دي او د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف، نورو سمیوته ئې پناه وړې ده بیړنیو مرستو ته سترګې په لاره دي.
دغه کورنۍ وایي چې تر اوسه پورې له هغوی سره د دولت له خوا کومې مرستې نه دي تر سره شوي. دا په داسې حال کې ده چې د بلخ ولایت د طبیعي پېښو پړ وړاندې د مبارزې د ادارې مسئولین له زیانمن شوو کورنیو سره د مرستو د چمتوالي خبر ورکوي.
د بلخ ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې مشر رحمت الله زاهد، وایي چې افغان حکومت د زیانمنو شوو کورنیو له سروې وروسته له هغوی سره د خوراکي موادو او نقدو پیسو مرستې په پام کې نیولي دي.
په همدې حال کې د بلخ ولایت اوسیدونکي له افغان حکومت څخه غواړي چې د بارانونو له خوا د سیلابونو د رامنځ ته کیدو د مخنیوي له پاره پر لازمو اقدامونو لاس پورې کړي.
حمید صافی
کتونکی: مسعود جهش