په بلخ کي د پښتو ليکل سمينار پای ته ورسيدی
۱۳۹۰ خرداد ۳۱, سهشنبهد پښتو ليکني د عنوان تر نامه لاندي ددغي پروژې مسول بر يالی جلال زی وايي، دغه پروژه چي د المان هيواد د ګويته انستيتوت په مالي مرسته پيل سوې وه د څلورو مياشتو لپاره وه او موخه يي دا وه، ترڅو په بلخ ولايت کي پښتو ليکني او ادب ته وده ورکړل سي.
« دغه ۴۰ ځوانان چي ۱۵ يې نجوني او مېرمني دي، د بلخ پوهنتون او ښونځيو استادان محصلين او د يو شميرکليوالي سيمو ځوانان دي. دوی د بلخ ادبي خوځښت د ليکوالانو لخوا د استادانو په توګه روزل سوي چي دوی به تردې وروسته د پښتو ليکني په برخه کي نورته زده کړي ورکوي.»
ښوونکې هوسۍ جلازی او حميد ځلا چي په دغه ورکشاپ کي يې ګډون کړی دغه پروژه د پښتو ليکني د ودي په برخه کي يو ګټه ورګام بولي.
« دا ورکشاپ زموږ لپاره ډير په زړه پوري دی زه په خپله د پښتو ژبي ښونکې يم. دې ته مي ډيره اړتيا درلوده، او بل دا چي په بلخ ولايت کي پښتانه لږ دي او ژبه يې هم د نورو ژبو تر اغيزي لاندي راغلې، نو دا راز پروګرامونه به وکولای سي پښتو د نورو ژبو د اغيزي نه راوباسي.»
ملالۍ جويا د مزارشريف بله هغه اوسيدونکې ده چي له دغه ورکشاپ څخه يې د فراغت سند تر لاسه کړی. دا هم د هوسۍ او ځلا په شان ورته نظر لري او زياتوي:« له هغه راهسي چي په دغه ورکشاپ کي ما ګډون کړی زما په پښتو ليکنه کي ډير بدلون راغلی. اوس زه دې ته هم هڅول سوی يم چي پښتو مطالعه وکړم په همدې څلور مياشتو کي مي ډيري ليکني هم کړي دي.»
المان هغه هيواد دی چي په افغانستان کي د بيارغوني په برخه کي پر مرستي سربيره ددغه هيواد د فرهنګ د ودي او پراختيا په برخه کي هم مرسته کوي او په مزارشريف کي د پسرلي په نامه يوه پښتو مجله هم د نوموړي هيواد د فرهنګي ټولني په مالي مرسته له چاپه را وزي.
عبدالحميد صافی/ مزارشريف
کتونکی: نجيب الله زيارمل