په بريتانيا کي محافظه کارانو مطلق اکثريت له لاسه ورکړ
۱۳۹۶ خرداد ۱۹, جمعهد تر اوسه شمېرل سوو رايو له مخي د بريتانيا په پارلماني ټاکنو کي د لومړۍ وزيري تريزا مې په مشرتوب محافظه کار گوند نور هم پياوړی سوی دئ، خو مطلق اکثريت ئې بايللی دئ.
لومړۍ پايلي ښيي چي حاکم محافظه کاره گوند تر خپل اصلي رقيب کارگر گوند لږ مخکی دی. د رای شمېرني د وروستي راپور له مخي له ټولو چوکيو(۶۵۰) څخه ئې تر اوسه ۳۱۳ محافظه کار گوند او ۲۶۰ کارگر گوند تر لاسه کړي دي.
تر انتخاباتو وروسته د بريتانيا د څو سترو تلويزيوني شبکو د نظر پوښتني له مخي محافظه کاران به ۳۱۴ او کارگر گوند به ۲۶۶ چوکۍ په خپل اختيار کي ولري.
د بريتانيا پارلماني انتخاباتو د پايلو په اړه تر لومړيو وړاندوينو وروسته د بريتانيا د پولی واحد پوند ارزښت راکښته سو. پوند ۱،۳د ډالر او ۱،۵ د يورو په مقابل کي خپل ارزښت له لاسه ورکړ.
د انتخاباتو پايلي کيدای سي له اروپايي ټولني څخه د بريتانيا پر وتلو (برگزيت) باندي هم بې اغېزې نه وي. د جی پی مورگان مالي موسسې يو اقتصاد پوه په دې نظر دی چي په عوام مجلس کي د مطلق اکثريت په لاس راوړلو کي د حاکم گوند تر ماتې وروسته، هغه احساس چي احتمال سته بريتانيا به غوښتنه وکړي چي د برگزيت خبري اتري دي وځنډيږي، زيات سوی دئ.
د دغه اقتصادي کارپوه په نظر په بريتانيا کي اوسني سياسي تحولات کيدای سي د برگزيت په خبرو اترو کي اختلال پيدا کړي.