په برلین کې پر یوه مسیحي افغان باندې برید شوی
۱۳۹۶ شهریور ۲۱, سهشنبهاعلان
د برلین پولیسو خبر ورکړی دی چې دغه افغان نارینه د دوشنبې په ماښام د برلین د «نوی کولن» اورګاډي تمځای ته نزدې، د دوو نورو نارینو له برید سره مخامخ شوی دی.
دغه ۲۳ کلن افغان ویلي دي چې دوه نور کسان ورته نزدي شوي او بیا یې د هغه په غاړه کې پروت صلیب ته په اشاره سره پوښتلي چې دی ولي مسیحي شوی دی.
هغه زیاته کړې ده چې تر دې وروسته د دوو برید کوونکو له ډلې څخه یوه یې چې ښايي مسلمان وو، لاس اچولی چې د ۲۳ کلن افغان له غاړي صلیب لیرې کړي. پر دې سربیره یې هغه څو وارې په سوکانو پر مخ هم وهلی دی.
دغه افغان زیاته کړې ده چې د دې هر څه په جریان کې دوم کس هغه کلک نیولی وو. د دې برید په پایله کې د ۲۳ کلن افغان په بدن کې دوه ټپونه رامنځ ته شوي دي. تر پیښې وروسته دواړه برید کوونکي له سیمې تښتیدلي دي.