په برلین کې له قربانیانو څخه یادونه کیږي
۱۳۹۰ اسفند ۴, پنجشنبهاعلان
په برلین کې د پنج شنبې په ورځ د ښي اړخه افراطیانو له خوا له وژل شوو کسانو څخه په رسمي ډول یادونه کیږي. دغو مراسمو ته چې د برلین د جیندارمین مارکت د کنسرت په یوه سالون کې جوړیږي، د ۱۲۰۰ کسانو د راتګ انتظار کیږي. د دغو مراسمو د گډونوالو په ډله کې د المان د پارلمان غړي، د ایالتونو صدراعظمان او د قربانیانو خپلوان ګډون شامل دي. دغه مراسم به د انګېلا مېرکل په وینا پیل سي.