په بانگویي کې په سلونو کسان وژل شوي دي
۱۳۹۲ آذر ۱۶, شنبهد سره صلیب د نړیوالې کميټې د وینا له مخې د افریقا د مرکزي جمهوریت په پلازمینه کې د جسدونو د ساتلو په یخچالونو او د سړکونو پر سر ۲۸۱ جسدونه شمیرل شوي دي. مرستندویان لا هم د ښار ټولو برخو ته نه ورغلي چیرې چې د عیني شاهدانو د وینا له مخې نور جسدونه هم پراته دي. په دې سره په دوو ورځو کې د مسلمان او عیسوي یاغیانو ډلو تر منځ په جگړه کې د وژل شوو کسانو شمیر په څرگند ډول تر هغې لوړ دی، چې تر اوسه یې په اړه رپوټونه ورکول کیدل. تر دې دمخه د ۱۰۵ کسانو د وژل کیدو رپوټونه ورکړل شوي ول.
د یاغیانو د بریدونو له ویرې له پلازمینې بانگویي څخه په زرونو کسان د تيښتې په لټه کې دي. یوازې اغزي لرونکي سیم پر هوایي ډگر باندې د هجوم وروړلو څخه د خلکو مخه نیولې ده.
د فرانسې د پوځي ماموریت پیل
فرانسوي سرتیرو په عین وخت کې په خپل تمدید شوي ماموریت باندې په رسمي توگه پیل کړی دی، تر څو د میاشتو راهیسې پرلپسې خونړۍ جگړې ته د پای ټکی کښیږدي. د فرانسې د دفاع وزیر ژان یف له دریان، ویلي دي چې فرانسوي ځواکونو په پلازمینه بانگویي کې گزمه پیل کړې ده. د هغه په وینا د ملگرو ملتونو د امنیت شوری له لوري تائید شوی دغه ماموریت به یوازې «لږ وخت» ادامه ومومي. په سلونو فرانسوي سرتیري د ټانکونو او څرخي الوتکو سره په دغه بحراني سیمه کې ځای پر ځای کړل شوي دي. په پام کې ده چې مجموعا به ۱۲۰۰ فرانسوي او د افریقایي ټولنې شاوخوا ۳۶۰۰ سرتیري په دغه ځای کې په ترسره کیدونکي ماموریت کې برخه واخلي.
د برلین، لندن او بروکسل څخه د مرستو وړاندیز
د آلمان د دفاع وزارت د سرتیرو د هوایي انتقال په برخه کې د لوژیستکي مرستو په اړه غور او فکر کوي. په برلین کې د آلمان د دفاع وزارت یوه ویاند ویلي دي چې آلمان د سرتیرو د انتقال له پاره د پنځو A130 ډوله الوتکو په اختیار کې د ورکولو په اړه غور کوي. د ویاند په وینا ځینې الوتکې د تجهیزاتو د انتقال او په هوا کې الوتکو ته د تیلو ورکولو په شان اقدامات هم تر سره کولای شي، خو د ویاند په وینا لومړی باید فرانسه د مرستې دغسې یوه غوښتنه وکړي.
د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هگ، ویلي دي چې د بریتانیې هوایي پوځ دغه بحران ځپلې سیمې ته یوه ترانسپورتي الوتکه استوي، «تر څو له فرانسې څخه توکي د افریقا مرکزي جمهوریت ته انتقال کړي.» اروپایي ټولنه به د دغه ماموریت سره ۵۰ میلیونه یورو مرسته وکړي.
د بانگویي په سړکونو کې فرانسوي ټاکونه گزمې کوي
د مرکزي افریقا جمهوریت چې د طبیعي زیرمو بډای هیواد دی، هغه وخت له گډوډۍ سره مخامخ شو، چې د مارچ په میاشت کې مسلمانه ملیشې ولسمشر فرانسوا بوزیزي، له خپله څوکۍ لیرې کړ. تر هغې وروسته د «سیلیکا» په نوم د ملیشې پخوانۍ مشر میشل جوتودیا، د مؤقتي ولسمشر په توگه دنده تر سره کوي، خو د هغه واکمني هم ضعیفه ده.
د دغه هیواد د نفوس یو پر دریمه برخه مسلمانان جوړوي او دوه په دریمه عیسویان. د اټکلونو له مخې د دغه هیواد د ۴،۶ میلیونه نفوس، یو پر لسمه برخه خلک د تيښتې په حال کې دي.