په بامیان کې په ناوړه شرایطو کې د محصلینو ژوند
د بامیان پوهنتون له ۴۷۰۰ څخه زیات محصلین لري چې له دغه ډلې څخه تر ۲۷۰۰ زیات یې لېلیې ته اړتیا لري. د هغوی ډیری برخه په کرایي کورونو کې ژوند کوي. په نزدې وخت کې نورو ۵۷۰۰ تنو د کانکور ازموینه ورکړې ده.
د بامیان په پوهنتون کې په سلگونو محصلین د شپې د تیرولو له پاره د مناسب ځای د نه درلودلو له کبله کړيږي. دغه محصلین په ډیرو ناوړو شرایطو کې ژوند کوي او خپلو زده کړو ته یې ادامه ورکړه ده.
دغو محصلینو د بامیان د کوچني بازار په وړو کوڅو کې خونې او یا هم خالي دوکانونه په کرایي رانیولي دي. نم ناکو او د شور او ځوگ څخه ډکو خونو کې د محصلینو له پاره درس ویل گران کار دی.
دغه محصلین د خونو د موقعیت او امکاناتو په تناسب، د میاشتې له دوو زرو څخه تر اتو زرو افغانیو کرایه ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې د لوړو زده کړو د وزارت له لوري چې هغوی ته کوم مصرف ورکول کیږي، ۱۸۰۰ افغانۍ دی.
محصلین وایي چې له یوه پلوه دغه خونې سړې او نمناکه دي او له بل پلوه کومه مناسبه دروازه او چاردیوالي هم نه لري، چې په وینا یې دې کار د هغوی امنیت له خطر سره مخامخ کړی دی.
په یوه ۱۲ متره خونه کې له څلورو څخه تر اوو محصلینو پورې په سختو شرایطو کې ورځې او شپې سبا کوي.
په دغو پس کوڅو کې د څښاک د پاکو اوبو نه موجودیت د محصلینو له پاره یوه بله ستونزه ده. هغوی باید یا کوهي څخه اوبه راوباسي او یا باید له باندې څخه اوبه راوړي.
برېښنا چې د محصلینو له اساسي اړتیاوو څخه شمیرل کیږي، محصلین ورته لاس رسی نه لري. هغوی له لمریزي بریښنا یا سولر او یا هم د تیلو له څراغونو څخه کار اخلي.
د یوه مناسب ځای نه درلودل د محصلینو د زده کړو پر کیفیت باندې اغیز پرې باسې. هغوی وایي چې خونې یې په بازار کې د آهنگرۍ، د فلز کارې او یا دې ورته نورو دوکانونو ته څیرمه دي او په خونو کې ډیر شور او ځوگ وي.
د بامیان پوهنتون شپږ پوهنځي لري او د لسانس تر سطحې محصلین مني. هر کال د محصلینو شمیر زیاتیږي، خو څوک د هغوی د ژوند وضعیت ته پاملرنه نه کوي.
د بامیان پوهنتون یوازې د نجونو له پاره لیلیه لري، او د هلکانو له پاره هیڅ لیلیه نه شته.
د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د نومبر میاشتې ۱۹مه) ۵۷۰۰ زده کوونکو څخه په دغه ولایت کې د کانکور ازموینه واخیستل شوه. کله چې د دغو محصلینو زیاتره کسان نورو ولایتونو ته ځي، نو له ورته ستونزې سره مخامخ کیږي.