په باميانو کي يوه ستره مجسمه موندل سوې ده
۱۳۸۷ آبان ۲۰, دوشنبهاوس یوه فرانسوي- افغان ټیم د بودا یوه نولس متره اوږده پرته مجسمه هلته پيداکړې. دا خبره چي د بودا دریمه مجسمه د طالبانو له قهر اوغوسې څخه ژغورل سوي پاته سوې ده، د افغانستان په دغه طبیعي ښکلې دره کي، چي مغاريې د ویجاړو سوو مجسمو کور ؤ او د افغانستان د پخواني اوسني پسمنظر یادون دی، پراخ سور اوځوګ راوپاراوه.
فیاض د فرانس پرس خبري آژانس ته وویل:« دا یوه ډیره خوښي بښونکې شېبه وه، زموږ د ټولو لپاره. رښتیا هم چي زموږ د کلونو زیارنتیجه ورکړه.»
هغه تیم چي مشري يې په فرانسه کي د اوسیدونکي افغان لرغون پیژندونکي زمریالي طرزي، په غاړه ده، په داسي حال کي د بودا دغه پرته مجسمه ومیندله چي هغوی اصلاً د اوومي پیړۍ د یو چینايي راهب سوان ژانګ، د وینا له مخه د بودا پر درې سوه متري څنګ باندي تکیه سوې مجسمې پسي لټون کاوه.
لرغون پیژندونکی، طرزی آن دیرش کاله د مخه خپله لټنه پیل کړې وه. خو د لسیزو جګړو او د1996 تر2001 کال پوري د طالبانو د واکمنۍ مودې، د دغو لټونو مخه ونیوله. د2001 کال په مارچ کي د بامیانو بوداګان والوزول سول،چي تر هغه پوري په نړۍ کي د بودا تر ټولو ستري ولاړي مجسمې وې.
وروسته له هغه چي د طالبانو واکمني د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د یو نړیوال ځواک له خوا نسکوره سوه، طرزی او د هغه ټیم ډیر ژر بیرته افغانستان ته ستون سو.
هغه څه چي دوی سږکال د سپتمبر په میاشت کي ومیندل ، د بودا د یوې پخوانۍ نه پیژندل سوي مجسمې برخي وې، چي په هغوی کي د هغه غټه ګوته، پنجې، د هغه د مټ او بدن برخي او هغه یو تخت چي بودا پرې څملول سوی ؤ، شامل دي.
په بامیانوکي د یادګارونو او لرغونو ځایونو مدیر، عبدالحمید جلیا، د نولس متره بودا په ټاټوبي کي د فرانس پرس خبري آژانس ته وویل:« په لومړي سر کي هغوی د ښنګري یوه برخه ومیندله، خو هغوی ډاډه نه ؤ چي هغه څه دي. خوکله چي هغوی ډیر زیاته برخه يې ومیندله ، ښاغلي فیاض له ډیري خوشحالۍ چیغه وکړه او له دفتر څخه ووت ترڅو طرزی پیدا کړي.»
فیاض وویل، د پرتې مجسمې سر او نوري برخي ویجاړي سوي دي، ښايي د عربي لښکر کشیو په وخت کي په نهمه پیړۍ کي. فیاض یادونه وکړه:« موږ ټوله مجسمه نه ده میندلې، خو داسي ښکاري چي هغه نولس متره اوږده وي.»
اوس پر دغه ځای باندی خاوري اړول سوي ترڅو د افغانستان د سخت ژمي او د لرغونو آثارو د لوټ مارانو څخه د بودا دغه مجسمه خوندي پاته سي. طرزي د فرانس پرس خبري آژانس ته په یوه بریښنا لیک ويلي دي چي دی او د هغه فرانسوی ټیم به په راتلونکي اوړي کي دغه مجسمه راوباسي.
د ملګرو ملتو د یونسکو ادارې په 2003 کال کي بامیان د لرغونتوب له امله د نړیوال میراث د ټاټوبي په توګه اعلان کړی دی.