په بالي ټاپو کې د اور غورځونکي غره د فعالیدو خبرداری
د اندونیزیا په بالي ټاپو کې د آګونګ اور غورځونکي غره د چاودلو د اندیښنې له کبله چارواکو د خطر درجه وروستۍ سطحې ته لوړه کړې ده. د شا او خوا سیمو سل زره خلک له کورونو وتلي دي.
د اندونیزیا په بالي ټاپو کې د آګونګ د اور غورځونکي غره د فعالیدو په هکله اندیښنې وار په وار زیاتیږي. له طبیعي پيښو سره د مبارزې بیړنۍ ادارې مشر د خپل فیسبوک پر پاڼه د غلیظو لوګیو او په غره کي دننه چاودنو له خطر څخه یادونه کړې ده.
اندونیزیایي چارواکو د آګونګ د اور غورځونکي غره د فعالیدو خطر په پام کې نیولو سره، خبرداری خپلې وروستۍ سطحې ته لوړ کړی دی. د آګونګ اور غورځونکی غر تر درو زرو مترو زیات لوړ دی.
د اندونیزیا اړونده چارواکو د څرګندونو له مخې د یکشنبې له ماښام راهیسې د اور جټکې زیاتي شوي دي چې په نزدې راتلونکي کي د غره د چاودلو نخښې نښاني دي.
د آګونګ اور غورځونکي غره په شا او خوا سیمه کې پر کلیو باندې د ایرو دوړه ناسته ده. د کلیو اوسیدونکي د ماسکونو په واسطه هڅه کوي چې د غلیظو لوګیو او ایرو څخه ځانونه وساتي.
د سیمې د اوسیدونکو تر منځ ماسکونه ویشل شوي دي او د اورغورځونکي غره شا او خوا کې د ممنوعه سیمې ساحه له اوو څخه لسو کیلومترو ته زياته شوې ده.
د آګونګ غره چار چاپیره خوړونه د اورغورځونکي غره په ایرو ککړ شوي دي. د چارواکو په وینا د دغه غره په شا او خوا کې کابو سلو زرو اوسیدونکو خپل کورونه پریښې دي.
ویل کیږي چې اوسمهال د آګونګ اور غورځونکي غره د شا او خوا سیمې ۲۵ زره اوسیدونکي په بیړنیو ځایونو کې پناه اخیستې ده. اټکل کیږي چې له سیمې څخه د وتونکو کسانو په شمیر کې د زیاتوالي له کبله، د مؤقتي سرپناوو شمیر به هم زیات شي.
د بالي ټاپو د اندونیزیا د سیلاني توب یوه زړه راکښونکي سیمه ګڼل کیږي. کوتا سیمه چې د بالي ټاپو يوه له سیلاني سیمو شمیرل کیږي د آنګ ګونګ اور غورځونکي غره په ۷۵ کیلومترۍ کي ده. د کارپوهانو په ونیا په بالي کې د اور غورځونکي غره فعالیدل د سیلاني توب صنعت ته په میلیونونو ډالرو زیان اړوي.
اوسمهال د بالي نړیوال هوایي ډګر د ایرو دوړو د خطر له کبله تړل شوی دی او له دغه هوايي ډګر هیڅ الوتنه نه کیږي. سیلانیان بې له انتظاره بله چاره نه لري. د لوبوک هوایي ډګر چې د بالي ټاپو په ګاونډ کې موقعیت لري هم تړل شوی دی.
د روان میلادي کال په سپتمبر میاشتې کې د آګونګ اور غورځونکي غر د فعاله کیدو نخښې نښانې لیدل شوې وې. وروستی ځل په ۱۹۶۳ او ۱۹۶۴م کلونو کې دغه غر چاودلی وو چې شا او خوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل.