1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بالقان کي د پخلايني هڅي

۱۳۹۰ مرداد ۲۹, شنبه

د آلمان صدراعظمه انګلا مرکل صربستان ته ځي چيرته چي هغه به هڅه وکړي تر څو د کوزوو او صربستان تر منځ د سولی خبری اتری پیل شی. کوزوو له صربستان څخه دوه کاله مخکی جلا شو او د خپلواکی اعلان یی وکړ

https://p.dw.com/p/12KZp
د آلمان صدراعظمه، انګلا مرکل
د آلمان صدراعظمه، انګلا مرکلانځور: dapd

صربستان ته له خپل سفر څخه مخکي د آلمان صدراعظمي انګل مرکل وويل، که چيري په بالقان کي د رښتيني پخلايني لپاره د زړه له کومي هڅي ونه شي، هغوي د اروپا په اتحاديه کي د غړيتوب لپاره راتلونکي نه لري. هغي وويل: « په دي کي شک نه شته چي د تيرو لسيزو ټپونه لا تراوسه درمل شوي نه دي او درد او رنځ يي لا تر اوسه پاتي دي»، خو اوس هغه وخت رسيدلي چي ټول اړخونه په خپل وار سره د پخلايني او روغي جوړي لپاره ټينګ ګامونه واخلي.

په 1990 لسيزه کي پخواني يوګوسلاويه د قومي جګړو ډګر ؤ او په نتيجه کي په سيمه کي نوي خپلواک دولتونه رامنځ ته شول.

د المان صدراعظمي په خپل اونيز ويدويي پيغام کي وويل: « د دوشنبي او سه شنبه په ورځو به زه هغي سيمي ته سفر وکړم چي په اروپا کي يي سخت شور ماشور پيدا کړي ؤ. زه به کروشيا او صربستان ته سفر وکړم.»

مرکل زياته کړه چي د پخواني يوګوسلاويي د جمهوريتونو ترمنځ خونړي او وويرونکي جګړي د اروپا د خلکو له ياده نه دي وتلي، هغه جګړي چي د اروپا سوله او ثبات يي له ګواښ سره مخامخ کړي ؤ.

د آلمان صدراعظمي د بالقان په کړکيچ د ناتو له پوځي مداخلي څخه دفاع وکړه او وويل چي دا کار د په اروپا کي د «سولي د ټينګښت» لپاره ضروري ؤ. هغه وويل: «د ناتو پوځي اقدام ته اړتيا وه او آلمان د سولي په موخه په دغوعملياتو کي ګډون وکړ. خو دا هم رښتيا خبره ده چي د هغه وخت کړکيچ يواځي د پوځي عملياتو له لاري حل نه شو.»

هغي وويل په همدي وجه اوس نوموړي کړکيچ ته بايد له سياسي لحاظه پاملرنه وشي. مرکل يادونه وکړه چي د پخواني يوګوسلاويي د ټولو جمهوريتونو لپاره هغه وخت د اروپا د اتحاديي دروازه پرانستيله کيږي چي هغوي په خپلو منځو کي سره پخلا شي او خپل راتلونکي په اروپا کي وويني. له نوموړو جمهوريتونو څخه يواځي سلوانيا د اروپا د اتحاديي بشپړه غړي ده او د ايرو په حوزه کي هم اوس شموليت لري. کروشيا تير کال د غړيتوب خبري اتري پيل کړي او کيداي شي چي په روان دوبي کي بشپړي شي.

د آلمان صدراعظمي وويل چي د هغي د سفر مهمه برخه له صربستان خخه ليدنه کتنه ده. هغه وويل چي په دي وروستيو مياشتو کي صربستان په ځيني اقداماتو لاس پوري کړ چي د هرکلي وړ دي. د هغوي په جمله کي د يوګوسلاويي د جګړي د قوماندانانو، ملاديچ او هاديچ چي په جګړه کي پر« بشري جناياتو» تورن دي نيول او بيا د دنهاګ نړيوالي محکمي ته د هغوي سپارل، د يادوني وړ دي.

خو انګلا مرکل وويل د صربستان او کوزوو ترمنځ شخړه لا تراوسه نه حل شوي پاتي ده. کوزوو د صربستان پخواني ولايت دي چي څه دپاسه دوه کاله مخکي په يواړخيزه توګه له صربستان څخه خپله خپلواکي اعلان کړه او د اروپا اتحاديي او امريکا متحده ايالاتو او د يو شمير نورو هيوادونو له خوا په رسميت وپيژندله شوه.

مرکل وويل چي هغه به په صربستان کي د خپل سفر په ترڅ د دغودواړو جمهوريتونو ترمنځ د رغوونکو خبراترو لپاره غوښتنه وکړي.
د المان صدراعظمي وويل: دغي سيمي ته معلومه ده چي « اروپا د سولي قاره» ده. خو که چيري خپلمنځي شخړي په سوليزه توګه حل نه شي: «دا خطر شته چي په دي سيمه کي بيا پوځي اخ و ډب پيل شي. د اروپا د اتحاديي د اوسنيو او راتلونکو غړ اراده بايد دا وي چي خپلمنځي شخړي د ديالوګ او خبرو اترو له لاري حل کړي.»

زاشا برینکمن/ عبدالباري حکيم
کتونکی: مسعود جهش