1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ایران کې د الوتکې ويشتلو په تړاو ډېر کسان نیول شوي

۱۳۹۸ دی ۲۴, سه‌شنبه

په ایران کې د اوکراین د مسافر وړونکي الوتکې د ویشتلو په تړاو ډیر کسان نیول شوي دي. د ایران حکومت د دغه غمیزي په تړاو چې ۱۷۶ کسان پکې ووژل شول، په هیواد او دباندې کې له سیاسي فشار سره مخامخ دی.

https://p.dw.com/p/3WBPH
Ukraine Kiew | Trauer nach Flugzeugabsturz im Iran
انځور: Getty Images/AFP/S. Supinsky

د ایران د قضایه قوې د وینا له مخې دغه کسان یوه نیمه اوونۍ ترمخه د اوکراین د الوتکې په ویشتلو کې د لاس لرلو له کبله نیول شوي دي. د ایران خبري آژانس ایسنا، د دغو کسانو شمیر نه دی ياد کړی، خو رویټرز خبري آژانس د هغوی شمیر ۳۰ کسان ښوولی دی.

دا چې د کومو اړونده ادارو کسان نیول شوي دي، د قضایه قوې ویاند غلام حسین اسماعیلي څه نه دي ویلي. د دغه ویاند په خبره دا قضیه پیچلې ده او بیلا بیل ابعاد لري، نو تحقیقاتو ته اړتیا ده څو یوه واضحه پایله تر لاسه شي.

په دغه هیواد کې د مظاهره کوونکو غوسې تهران تر فشار لاندې راوستی دی: ایران د شنبې په ورځ ومنله چې د اوکراین ۷۳۷ بوینګ الوتکه د تخنیکي خرابۍ له کبله رالوېدلي نه ده، بلکې د ایران د دافع هوا له لوري ویشتل شوې او را اچول شوې ده.

د ایران په خبره دغه الوتکه یې په تیروتنې سره ویشتلې ده چې د امریکايي کروز توغندي ګومان یې پرې کړی وو. په انټرنیټ کې خپرو شوو ویډیوګانو کې د دوشنبې په ماښام په پرله پسې ډول د دریمې ورځې له پاره د حکومت د منتقدینو احتجاج مستند شوی دی.

روحاني: مسئول کسان به مجازات شي

د ایران ولسمشر حسن روحاني په یوه تلویزوني وینا کې د دې خبرې ډاډ ورکړی دی چې ټول مسئول کسان به مجازات شي. روحاني په خپله وینا کې ویلي دي چې «دا یوه نه بخښونکي تیروتنه وه.» هغه د دغه «غم انګیزه پيښې» د دقیقي څیړنې اعلان وکړ او د امنیتي ځواکونو له خوا یې په دې تړاو اعتراف د یوه «ښه لومړني ګام» په توګه یاد کړ.

د روحاني په خبره د هغه حکومت ایرانیانو او د نورو هیوادونو چې په دغه پيښه کې یې خپل اتباع له لاسه ورکړي پر وړاندې مسئول دی.

د کاناډا په څیر هیوادونه چې په دغه پيښه کې یې اتباع وژل شوي د شفافو تحقیقاتو غوښتنه کوي. د کاناډا د ترانسپورتي خدماتو ادارې مشرې کېتې فوکس، ویلي دي: «موږ په دې پوهیږو چې څه پيښ شوي دي. په هغه څه چې نه پوهیږو دا دي چې ولې دغه کار شوی دی.» د هغې له نظره دا خبره پرانیستې ده چې آیا دغه توغندی په قصدي توګه توغول شوی او د ایران او امريکا متحده ايالاتو ترمنځ سخت ترینګلي وضعیت ته په کتو سره هوایي قلمرو ولې نه وو تړل شوی؟

د پنجشنبې په ورځ د کاناډا، افغانستان، بریتانيا، سویډن او اوکراین د بهرنیو چارو وزیران غواړي په لندن کې سره وویني، څو راتلونکي اقدامات همغږي کړي. د دغو ټولو هیوادونو اتباع د الوتکې د رالویدو په پيښه کې وژل شوي وو.

آیا د آلمان له لوري هم فشار شته؟

د آلمان په پارلمان کې ایران الاصله پارلماني ډلې د آلمان له حکومت څخه غوښتي دي چې پر ایران باندې له دیپلوماتیک فشار څخه کار واخلي. د اف ډي پي ګوند پارلماني استازي بیژن جیرسرایي، له دویچه ویلي سره په خبر کې ویلي دي: «ایران باید د اوکراین د الوتکې د ویشتلو په اړه د روانو تحقیقاتو په برخه کې لا ډیر څه وکړي. تر هر څه لومړی باید د ایران حکومت په دغه هیواد کې د احتجاجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډک غبرګون په سملاسي ډول ودروي. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت باید د ایران سفیر احضار کړي او د آلمان دریځ ورته روښانه کړي.»