په ايران کي د ولسمشرۍ ټاکني پيل سوې
۱۳۹۲ خرداد ۲۴, جمعهد ایران د دولتي تلویزیون په حواله په دغه هیواد کې د جمعې په ورځ سهار د رای اچوونې مرکزونه پرانیستل شول. ویل شوي دي چې د ایران تر۵۰ میلیونو ډیر وگړي په دغو ټاکنو کې د گډون شرایط پوره کوي. په ټاکنو کې بریالی نوماند به د ایران د اوسني ولسمشر محمود احمدي نژاد ځای ناستي شي.
د ایران د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو د پنجشنبې تر ورځې پوري خپل ټاکنیز کمپاینونه پر مخ یوړل، ترڅو د هغو کسانو رایې خپلې کړې چې لا تر اوسه پورې یې په دې اړه پریکړه نه وه کړې چې کوم نوماند ته رایه ورکړي.
د ایران پخواني ولسمشر اکبر علي رفسنجاني، هم د پنجشنبې په ورځ له ایرانیانو څخه وغوښتل چې په ټاکنو کې گډون وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د ایران د حکومت د اپوزیسیون یو شمیر غړو د دغو ټاکنو د بایکاټولو گواښ کړی وو.
یو شمیر ورځپاڼو د رفسنجاني په حواله لیکي دي: «زه له هغوی [ایرانیانو] څخه غواړم چې رایې ورکړي. هغوی باید ټاکنې بایکاټ نه کړي.»
په ۲۰۰۹ کال کې د ایران په ټاکنوکې د «زرغون خوځښت» د پلویانو له خوا ستر لاریونونه وشول. په دغو ټاکنو کې محمود احمدي نژاد بریالی شوی وو خو د هغه سیاسي مخالفینو پر هغه باندې تور لگاوه چې په ټاکنو کې یې درغلي کړې ده.
تر دې وروسته په ایران کې ډیري پراخه مظاهرې وشوې، خو د دغه هیواد ځواکونو بیا مظاهرې پر شا کړې او دوه تنه اصلاح غوښتونکي نوماندان چې مظاهرې یې اداره کولې نظر بند کړل.
اصلاح غوښتونکي پر یوه نوماند راټول شوي، محافظه کاران سره تقسیم دي
د ایران په روانو ولسمشریزو ټاکنو کې اصلاح غوښتونکو پر یوه نوماند باندي موافقه وکړه او په دې ترتیب سره ټول اصلاح غوښتونکي نوماندان د ښاغلي روحاني په گټه له ټاکنو څخه ووتل.
روحاني له ۲۰۰۳ کال څخه تر ۲۰۰۵ کال پورې د ایران د اتومي پروگرام په اړه له نړیوالو سره په خبرو کې د ایران استازی وو.
دا په داسې حال کې ده چې محافظه کاران بیا پر یوه نوماندې موافقې ته په رسیدو کې پاته راغلي دي. اوس په دغو ټاکنو کې د ایران د محافظه کارانو پنځه نوماندانو گډون کړی دی چې پکښې د دغه هیواد د اتومي پروگرام پر سر په خبرو اترو کې د ایران اوسنی استازی سعید جلالي هم شامل دی.
دې وضعیت ته په کتو سره داسې اټکل کیږي چې د ایران ولسمشریزې ټاکنې به دویم دور ته وغځیږي چې په ترڅ کې به یې یو تن محافظه کاره نوماند له روحاني سره سیالي وکړي.