په اوکراین کې له اوربند څخه ملاتړ
۱۳۹۳ اسفند ۱, جمعهد فرانسې، آلمان، روسیې او اوکراین مشرانو یو ځل بیا د اوکین له اوربند څخه خپل ملاتړ تازه کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د دې هیواد په ختیځ کې اوس هم د بیلتون غوښتونکو او د کیف ځواکونو تر منځ وضعیت ډیر حساس دی.
د اوکراین ولسمشر پیترو پروشینکو او د بیلتون غوښتونکو مشرانو له نړیوالو سوله ساتو څخه وغوښتل چې د اوکراین ختیځې برخې ته راشي. په دې سیمه کې د اوربند پر یوه تړون سربیره هم جگړه نه ده آرامه شوې.
ایا سوله ساتي ځواکونه به واستول شوي؟
خو د سوله ساتو ځواکونو د استولو نظریه د اوکرایني ولسمشر، آلمان صدراعظمې، فرانسې او روسیې ولسمشرانو تر منځ په یوه تلیفوني کنفرانس که له ډیر هرکلي سره مخامخ نه شوه.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر چې اوس د افریقا په سفر بو خت دی، د اوکراین د ولسمشر د وړاندیز پر وړاندې غبرگون وښود او ویې ویل: «د سوله ساتنې دغه شان یو ماموریت د دې مستلزم دی چې په سیمه کې یو باثبات اوربند موجود وي.
تیره اوونۍ د آلمان او فرانسې په منځگړیتوب د مینسک تړون رامنځ ته شو چې له مخې یې باید په اوکراین کې یو اوربند نافذ شي. خو د دې تړون تر رامنځ ته کیدو وروسته هم په ختیځ اوکراین کې نښتې روانې دي او دواړه اړخونه یو پر بل باند د هغه د ماتولو تورونه لگوي.
د اوکراین پوځ ویلي دي چې شاو خوا ۲۰۰ اوکرایني ځواکونه لا درکه دي او یا هم د بیلتون غوښتونکو له خوا نیول شوي.