1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر قطر باندې د ترهګرۍ د تمویل تازه تورونه پورې شوي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۵, یکشنبه

پر قطر باندې د یوه وژل شوي امریکايي خبریال د کورنۍ له لوري د ترهګرې د تمویل تازه تورونه پورې کړل شوي دي. د دې ترڅنګ د امریکا فدرالي څارنوالان هم د قطري چارواکو او ترهګرو ترمنځ د احتمالي اړیکو څیړنه کوي.

https://p.dw.com/p/4BIMb
Saudi Arabia | Landung des Flugzeugs mit dem Emir von Katar
انځور: Amr Nabil/AP/picture alliance

په فارس خلیج کې د امریکا متحده ایالاتو پر کلیدي متحد قطر هیواد باندې د ترهګرۍ د تمویل تازه تورونه پورې کړل شوي دي. د یوه وژل شوي امریکايي خبریال کورنۍ او د امریکا متحده ایالاتو فدرالي څارنوالو اوسمهال د قطري چارواکو او ترهګري سازمانانو سره د احتمالي اړیکو په هکله څیړنه کوي.

د سټیفن سوټلاف کورنۍ د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د می ۱۳مه) په امریکا متحده ایالاتو کې د قطر پر یوه مهم سازمان باندې په محکمه کې عریضه کړې او ادعا یې کړې چې یاد قطري سازمان د اسلامي دولت یا داعش ډلې هغه قاضي ته ۸۰۰ زره امریکايي ډالر انتقال کړي چې خبریال سوټلاف او یوه بل امریکايي خبریال جیمز فولي د وژلو حکم یې صادر کړی وو. دغه دواړه امریکايي خبریالان په ۲۰۱۴م کال کې په سوریه کې د داعش ډلې له لوري د سر په پرې کولو سره وژل شوي وو. داعش ډلې د یادو امریکايي خبریالانو د وژلو ویډیو ثبت کړې وه او بیا یې د پروپاګند په توګه خپره کړه.

د سوټلاف کورنۍ په محکمه کې د ثبت شوې عریضې د تشریح پرمهال وویل: «موږ غواړو هر هغه څه وکړو ترڅو نورې کورنۍ هغه څه تجربه نه کړي چې پر موږ تیر شوي دي.»

د دې سربیره، د امریکا متحده ایالاتو فدرالي څارنوالو په یوه بله قضیه کې د قطر د امیر د ناسکه ورور خالد بن حماد الثاني او ترهګریزو ډلو ترمنځ د احتمالي اړیکو لرلو په هکله پلټنې کوي. د دې موضوع پخلی د هغو اسنادو له مخې کیږي چې اسوشیتید پریس خبري آژانس لیدلي او همدا راز  د دې موضوع پخلی دوه داسې کسانو کړی چې له یادې موضوع خبر دي. یادو دوو کسانو ویلي چې د امریکا متحده د نیویارک ولسوالۍ یوه محکمه اوس پر دې تمرکز لريچې آیا خالد الثاني په سوریه کې د القاعده ډلې سره تړلې د النصره ترهګرې ډلې ته پیسې او امکانات ورکړي او که نه. دوی د نوم د نه ښوولو په شرط د یادې موضوع په هکله خبرې کولې ځکه چې په عامه محضر کې یې د یادې موضوع په هکله د خبرو اجازه نه درلوده.

قطر په دې وروستیو کې له امریکا سره ښې اړیکې لري او د ولسمشر بایډن د اصلي متحدینو له ډلې یو هیواد شمیرل کیږي. د نفتو د زیرمو لرونکي دغه بډایه خلیجي هیواد له افغانستان څخه د تخلیې پرمهال مهم نقش لوبولی دی. پر اوکراین باندې د روسیې تر پوځي یرغل وروسته قطر همدا راز له اروپايي هیوادونو  سره د طبیعي ګازو د انتقال پر سر هم مذاکرات پیل کړي څو د روسیې د ګازو د صادراتو ځای ونیسي. سربیره پردې، قطر کولی شي چې له ایران سره د اتومي تړون د بیا را ژوندي کولو په برخه کې هم د ولسمشر بایدن په پلان کې اساسي نقش ولوبوي.

امریکا په خلیج سیمه کې خپله تر ټولو ستره پوځي اډه په قطر کې جوړه کړې ده چې د افغانستان د تخلیې په عملیاتو کې یې هم نقش لوبولی وو.
امریکا په خلیج سیمه کې خپله تر ټولو ستره پوځي اډه په قطر کې جوړه کړې ده چې د افغانستان د تخلیې په عملیاتو کې یې هم نقش لوبولی وو. انځور: A1c Kylie Barrow/U.S. Army/Planet Pix/ZUMA Wire/picture alliance

 

په امریکا متحده ایالاتو کې د قطر سفارت بیا  ویلي چې دوی لا ډیرو معلوماتو ته اړتیا لري تر څو په دې هکله تبصره وکړي او سمدلاسه یې د محکمې د بهیر په هکله له تبصرې ډډه کړې ده. سربیره پر دې، د روان کال په لومړیو کې ولسمشر بایډن قطر هیواد له ناټو څخه بهر د امریکا تر ټولو مهم متحد درجه بندي کړ چې له مخې یې اوس دغه خلیجي هیواد کولی شي د شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت امریکايي بې پیلوټه الوتکې را ونیسي. د دې ټولو سربیره، قطر په خلیج کې د امریکا د تر ټولو سترې پوځي اډې کوربه هم دی.

د سوټلاف د کورنۍ وکیلانو وویل چې قطري چارواکي یا خبر وو او یا یې په دې برخه کې بې پروايي کړې چې د قطر له لوري د اسلامي دولت هغه جنګیالي چې احتمالاً قطر مالي امکانات ورکړي، امریکايي وګړي به برمته، شکنجه او ووژني. په عادي حالاتو کې بهرني هیوادونه او حکومتي چارواکي په امریکا کې  نه شي محاکمه کیدلی خو د امریکا د ترهګرۍ ضد قانون له مخې د ترهګرۍ قربانیان کولی شي چې له افرادو او یا سازمانانو او حکومتونو د تاوان او خسارې غوښتنه وکړي. د سوټلاف کورنۍ د قطر پر ملي بانک او د قطر پر خیریه سازمان دعوا کړې چې احتمالاً د پیسو په انتقال کې دخیل وو. په عریضه کې ویل شوي چې د قطر دولتي بانک او  خیریه بنسټ د فادل ال  سلیم  په نامه یوه کس ته ۸۰۰ زره امریکايي ډالر ورکړي او نوموړي شخص دغه پیسې بیا وروسته سوریې ته انتقال کړي دي.

آژانسونه/ا.خ.ح./ا.ا.