په امريکا کي فقر او غربت
له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان د امریکايي اتباعو اندیښنې ورځ تر بلي مخ پر ډیریدو دي. د ټولنیزي نابرابرۍ ښکار دغو کسانو د خپلو ستونزو د حل په موخه بارک اوباما ته د امید سترګي نيولي دي.
د لاس انجلس ایالت بې کوره خلک
د ۱۹۶۴ کال د جنوري میاشتې پر ۸ نیټه د امریکا د هغه وخت ولسمشر لِنډن جانسن، ولس ته په خپله وینا کې په امریکا کې د غربت پر ضد د جګړې اعلان کړی وو. خو د ۵۰ کلونو پر تیریدو سربیره د نړۍ په دغه تر ټولو ستر اقتصادي هیواد کې د فقر او غربت د لیرې کولو ارمان اوس هم پوره شوی نه دی.
د خوراکي موادو له کمښت سره مخامخ انسانان
لوږه له غربت څخه رامنځ ته کیږي. د امریکا د «کور او ښار جوړوني وزارت» د یوې څېړنې پر بنسټ په ۲۰۱۳ کال کې په نیویارک کې د بې کوره خلکو په شمیر کې زیاتوالې راغلې دی. د امریکا د لویو ښارونو له جملي څخه په لاس انجلس کې د نیویارک په پرتله هم د بې کوره انسانانو شمیر تر ټولو لوړ دی.
د بې وزلو له پاره د خوراکي موادو د اسانتیا برابرول
په امریکا کې د وړیا خوړو غوښتنه په ډیره چټکۍ سره مخ پر ډیریدو ده. په نیویارک کې د خوړو بانک هره ورځ ۴۰۰۰۰۰ بې وزلو ته وړیا خواړه وېشي.
ستونزمن وخت
د امریکا د احصايي دفتر د معلوماتو پر بنسټ له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۱ کلونو په جریان کې په هغه وخت کې چې ټوله نړۍ له اقتصادی بحران سره مخامخ وه، له هرو درو تنو امریکایانو څخه یوه يي نزدې دوې میاشتي د بې وزلې ژوند ګاللې دی.
د ۲۰۱۳ کال اندیښنو ته یوه اشاره
په امریکا کې ډیر داسی خلک شته چې دنده لري، خو د خپل ژوند اړتیاوې په پوره کولای نه شي. دغو خلکو ته په عامه اصطلاح کې «ورکنګ پؤر» یا دنده لرونکي غریبان ویل کیږي. په امریکا کې اوس تر ټولو کښته معاش په یوه ساعت کې ۷،۲۵ ډالره دی. د ۲۰۱۳ کال د یوه سروې پر بنسټ د امریکا ۲۰ سلنه بالغ وګړي د کال په جریان کې یو وخت نه یو وخت د خپلو ورځنیو اړتیاو د پوره کولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ کیږي.
یوه ځانګړې میلمستیا
د یوه وړیا خوراکي کوپون ورکول په اصل کې تر یوې اندازې پوري د نیویارک د بې وزله اتباعو د ستونزو حلولو یو کوښښ دی. په نیویارک کې د اتحاد په نامه له لوږی سره د مبارزې سازمان په حواله تیر کال په نیویارک کې هر شپږم وګړی د ناکافي خوراکي موادو له ستونزي سره مخامخ شوی وو.
د هیلو څرک
په واشنګټن کې« Manna Food Center » په نامه مرکز اړینو کسانو ته هره میاشت د خوراکي موادو یوه بسته ورکوي. د نړۍ په تر ټولو شتمن هیواد کې تر ۱۶ میلیونو ډیر ماشومان په فقر کې ژوند تیروي. دغه شمیرې په حقیقت کې په امریکا کې د بې وزلو ترمنځ د ژوند پر نا انډولۍ دلالت کوي.
د مرسته غوښتونکو په شمیر کې زیاتوالې
په ۲۰۱۲ کال کې په امریکا کې ۴۷ میلیونه انسانانو له بې وزلې څخه رنځ وړی، چې له هغوی څخه يي ۱۳ میلیونه ماشومان ول. په امریکا کې د خوراکي موادو کوپون د روان پروګارم د معلوماتو پر بنسټ له اقتصادي بحران څخه تر مخه ۲۶ میلیونه انسانانو ته مرستې ورکړل شوې وې. خو تر ۲۰۱۰ کال وروسته د مرسته غوښتونکو په شمیر کې په ډیرې چټکۍ سره زیاتوالې راغلې دی.