په امريکا کي د بشري حقونو پر وضعي نيوکه
۱۳۹۲ اردیبهشت ۱, یکشنبهپه خپور شوي رپوټ کې دغه راز په امريکا کې د وگړو له خوا د وسلو د لرلو له کبله پر رامنځ ته کیدونکي تاوتریخوالي هم نیوکه شوې ده.
د متحده ایالاتو د ۲۰۱۲ کال د بشري حقونو د وضعیت په ارزونه کې راغلي دي چې دغه هیواد اوس هم خپل وگړي څاري او دا چې په ټاکنیزو کمپاینونو کې مالي اعانې د امریکا پر سیاسیتونو باندي ډیر تأثیر لري.
د چین له خوا په خپور شوي رپوټ کې راغلي دي: «امریگايي وگړي په ریښتینې ډول د رایې اچونې له حق څخه برخمن نه دي.» رپوټ همداراز په ۲۰۱۲ کال کې د امریکا په ولسمشرۍ ټاکنو کې د پخوا په پرتله لږو کسانو ونډه اخیستې وه.
دغه رپوټ تر ډیري اندازې د رسنیو د راپورونو له مخې جوړ شوی دی. په رپوټ کې راغلي دي چې په متحده ایالاتو کې جنسي، نژادي او مذهبي تبعیض موجود دی. رپوټ ویلي دي چې امریکا په افغانستان، پاکستان او یمن کې د خپلو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د نورو هیوادونو د وگړو حقونه تر پښو لاندې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا د جمعې په ورځ د بشري حقونو په اړه خپل کلنی رپوټ خپور کړی وو. په دغه رپوټ کې راغلي وو چې چین داسې نوي تدابیر تر لاس لاندي نیولي دي چې د داسې ډلو د جوړیدو مخه نیسي چې کیدای شي د دولت پر ضد خپل غږ پورته کړي.
د امریکا له خوا په خپاره شوي رپوټ کې راغلي دي، چې چین په وروستیو وختونو کې د سیاسي فعالینو د چپولو له پاره لا شدید اقدامونه کړي دي.
د امریکا له خوا په خپاره شوي رپوټ کې راغلي دي چې په چین کې د ښځو، اقلیتونو او معیوبینو پر وړاندي تبعیض موجود دی. رپوټ زیاته کړې ده چې په دې هیواد کې همداراز د انسانانو قاچاق، په جبر سره کار ته اړول، په جبر د ولادتونو مخنیوی او په پراخه کچه اداري فساد موجود دی.