1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امريکاکښي مقدماتي انتخابات پای ته ورسيدل

۱۳۸۷ خرداد ۱۵, چهارشنبه

امريکايي سناتور بارک اوباما د نورو رايو په وړلو سره ...

https://p.dw.com/p/EDRS
بارک اوباما اوهيلاری کلينتن د انتخاباتي مبارزې د سيالۍ پر وخت
بارک اوباما اوهيلاری کلينتن د انتخاباتي مبارزې د سيالۍ پر وختانځور: AP

خصوصآ د مونتانا په ايالت کښي ددموکراټانولخوا د جمهوري ریاست کاندیدي د خپل ځان دپاره ډاډه کړه .

د امريکايي ټلويزيونو د شميرني پر اساس اوباما د جنوبي داکودا په ايالت کښي پر ماتي سربيره 2118 استازي لري ، هغه څه چه په ګوندي کنګره کښي دکاندیديدو دپاره لازمي استازي دي .

اوباما د استازو اکثريت لاسته راووړ،خو کلينتن لا نه تسليميږی .په محلی وخت پوره اته بجې دی،په جنوبی داکوته کې د ټولټاکنو حوزې همدا اوس وتړل شوې،او د خبر رسونې خپرونو لکه سی ان ان احساس پاروونکې نارې وکړې :که څه هم چي هيليری کلينتن د وروستيو ټولټاکنو بری لاسليک کړ،خو دې ته به، چې نيم کال مخکې د ولسمشرۍ مطمينه کانديده وه ،کفايت ونه کړي.

لومړنی امريکايي تور پوستی .ددغه هيواد لپاره يو تاريخې ماښام،او د۴۶ کلن سناتور اوباما لپاره يو بری،چې ترټولو وروستۍ مخکې ټولټاکنې يې په مونتانا کې وګټلې،خو خپله وينا يې په عمدي ډول هلته واوروله چيري چې به دده رقيب جان ميک کين په مني کې د خپل جمهوری غوښتونکي ګوند د کنګرې لخوا ، دسپينې ماڼۍ سيالۍ ته واستول شی، د امريکا د مينېسوتا د ايالت په سانت پاول کی.د پاپ د موسيقی دډلې د«ښکلې ورځ» د سندرې په ملګرتيا، اوباما ،دده لپاره د واقعأ دښکلې ورځې لماځنه، د خپلو ۲۰۰۰۰ تنه ګوندي ملګرو او خپلې ښکلې ميرمنې ميشيلې سره وکړه

ده وويل :

ستاسو د ملاتړ څخه دمننې په څرګندولو سره کولای سم نن شپه اعلان وکړم چې، زه د امريکې د متحدو ايالتونو د ولسمشرۍ لپاره کانديد یږم .هغه چې تر ټولو لومړۍ يې د خپلې رقيبې درناوۍ کاوه، او پدې توګه يې سوله وړاندې کړه.

سناتورې هيليری کلينتن په دغو ټولټاکنو کې په رښتيا سره ددغه هيواد په تاريخ کې نوې پاڼې پرانيستې ده .نه يوازې دا چې دا يوه ميرمن ده ، يا دې تر بلې هرې ميرمنې ډير څه لاسته راوړل، بلکه دا يوه لارښوودونکې څيره ده،ددې په توان او جرأت اوددې په هڅونه مليونونه امريکاييان داسې يوې لارې ته وهڅول شول چې موږ يې دلته راوستي يو.

خوترهغه وروسته هرڅه چې وو، کټ مټ د ټولټاکنو بڼه وه. اوباما په جان ميک کين بريدونه وکړل،په ده يې جورج ډبليو بوش ته د ډير نژدې والې ،دعراق دجګړې دژرنه ختميدو د اعلان ، د اقتصاد او ټولنيز سياست په برخه کې د يوې طرحې دنه لرلو له امله کلکې نيوکې وکړې .تر اوسه هرڅه داسې روان دی څرنګه چې د اوباما د ټولټاکنو ټيم پلان کړي وه .خو يوازې يو شۍ داسې نه وو چې بايد وای .هيليری کلينتن په نيويارک کې د وينا په وخت کې دخپلې ماتې د يادونې څخه ډډه وکړه .

دې وويل :

دا دټولټاکنو اوږده سيالي وه او زه به نن شپه د څه شي پريکړه ونه کړم .زه به په راتلونکو ورځو کې د ګوند د مشرانو او ملګرو سره د نورو ګامونو په هکله خبرې وکړم او دګوند او هيواد غوښتنې به د لارښوودونکي مزي په توګه له ځانه سره ولرم .

کتونکي په دې نظر دي چې دا قمار وهي ، او وروستۍ دنده له شرطونو سره نغاړي،د اعتماديانو په حلقه کې بايد اوس دا د ولسمشر د مرستيالې په توګه خپله مينه وښيي.اوباما ته د خپلو رايو ورکوونکو لخوا هدايت شوی دی ، او آسانه نه ده چې نه وويلای شی.

د جمهوريت غوښتونکو د ګوند کانديد جان ميک کين د يوه مهم مخالف څخه خبري وکړې، او پر اوباما باندي يې سخت انتقادونه وکړه .

د امريکا په متحده ایالاتو کښي د جمهوري ریاست انتخابات په نوامبر کښي تر سره کيږي .