په المان کې د «رایش اتباعو غورځنګ» څه غواړي؟
دغه غورځنګ د آلمان حکومت مشروعیت نه مني. ځينو ېې آن د تاوتریخوالو ترسره کولو له پاره چمتوالی نيولی وو. د رايش اتباع څوک دي او آلمان د هغوی په هکله څه کوي؟
د «رایش اتباعو» نظریه څه ده؟
د «رایش اتباع» چې په آلمانۍ ژبه رايش بيورګر تلفظ کيږي، د آلمان اوسنی عصري دولت نه مني او ټینګار کوي چې د آلمان د ۱۹۳۷ يا د ۱۸۷۱ امپراتورۍ د وخت سرحدونه لا هم موجود دي. دوی وايي اوسنی آلمان یو اداري جوړښت دی چې لا هم د متفقو ځواکونو په اشغال کې دی. دوی موجوده حکومت، پارلمان، قضا او امنيتي ارګانونه لاسپوڅي بولي چې د بهرنیانو له خوا کنټروليږي.
ولفګانګ ایبل لومړنی «رایش تبعه»
ولفګانګ ایبل لومړنی کس وو چې د آلمان د رایش د دوام موجودیت استدلال ېې وکړ. هغه د غربي برلين اوسیدونکی وو او د «دويچه رايشبهان» تر لیبل لاندې ېې د برلین د ښاري اورګاډي په اداره کې کار کاوه. په ۱۹۸۰ کې چې له دندې ګوښه کېده، نو استدلال ېې وکړ چې هغه د رايش یو دولتي کارمند دی او تر جګړې وروسته له دندې ګوښه کېدای نه شي. هغه په محکمه کې خپلې ټولې دعواوې بایلودې او پر یو راديکال يا افراطي باندې بدل شو.
دوی څه کوي؟
د «رایش اتباع» د مالېې او جريمې له ورکړې انکار کوي. دوی خپلو شخصي کورونو او جایدادونو ته د آلمان د فدرالي حکومت له صلاحیت څخه بهر د آزادو بنسټونو په سترګه ګوري. د آلمان قوانین او نور مشروع کتبي اسناد هم نه مني او آلماني محکمې له قضايي دعواو سره مخ کوي. رايش اتباع، د پاسپورت او د موټرچلونې د لايسنس په څیر اسناد، د خپل طبعیت مطابق پخپله جوړوي.
څومره ګواښ ګڼل کيدای شي؟
د آلمان د استخباراتي چارواکو د معلوماتو پر اساس، د «رایش اتباع» یو متفاوت غورځنګ دی چې مشر نه لري. د دغه غورځنګ پرمختګ په ۱۹۸۰ کې پیل شو چې شاوخوا ۲۳زره پلویان لري. په ډله کې ېې نژدې ۹۵۰ ښي اړخي افراطيان دي او لږ تر لږه ۱۰۰۰ تنه ېې وسلې ګرځولو جواز لري. ډیری یې یهودي ضد مشترکه نظریه لري.
د دوی غړي څوک دي؟ یو خو ېې «ښاغلی جرمني» وو
د آلماني چارواکو په خبره، د «رایش اتباع» په اوسط ډول د ۵۰ کلونو عمر لرونکي نارينه دي چې له ټولنیز او اقتصادي اړخه ضعیف دي. د دغه خوځښت غړي تر ډيره د آلمان په جنوبي او شرقي سیمو کې دي. د دوی د غړو له ډلې يو هم آدرین اورزاخه دی. اورزاخه د آلمان د ښکلا یا مستر جرمن سیالیو ګټونکی دی. هغه په ۲۰۱۹ کې پر یو پولیس د ډزو او د هغه د ټپي کولو په دلیل، په ۷ کاله حبس محکوم شو.
د حکومت چلند
د ولفګانګ پي. په نوم يو شخص چې ادعا کیږي د «رایش اتباعو» غړیتوب لري، په ۲۰۱۷ کې د یو پولیس د وژنې په جرم د عمر قید په سزا محکوم شو. محکمې په دې کار سره وښوده چې آلماني چارواکي دغې سخت درېځې ډلې پر وړاندې څه ډول معامله کوي. ښاغلي پي. پر هغو پولیسو ډزې وکړې چې د ده پر کور ېې د وسلو د مصادره کولو په موخه چاپه وهلې وه. پيښه د ۲۰۱۶م کال په اکتوبر، په بایرن کې وشوه چې دوه نور پولیس پکې ژوبل شوي هم ول.
د جنایتونو لومړۍ پیښې
آلمان په لومړي ځل په ۲۰۱۷م کال کې د افراطي جنایتونو پيښې ثبت کړي چې ويل کيږي د «رایش اتباعو» له خوا په انفرادي شکل ترسره شوي دي. حکومت تر هغه وروسته په کراتو چاپې ووهلې او پر کوچنيو ډلګکیو ېې بندیزونه ولګول. پولیس او پوځ هم په خپلو لیکو کې د دغې ډلې د احتمالي موجودیت په اړه ارزونې ترسره کړې.
د روسېې بیرغ سره تړاو
د «رایش اتباعو د غورځنګ» غړي د روسېې له بیرغ سره لیدل شوي او ادعا کیږي چې دوی د روسېې له خوا تمویل کیږي چې هدف ېې په آلمان کې د حکومت بې ثباته کول دي. «رایش اتباع»، همدارنګه د «فري من آن دې لند» په څیر امریکايي ډلو سره مقایسه کیږي. دا هغه ډلې دي چې ځان یوازې هغو قوانینو ته پابنده بولي چې د دوی ورسره موافقه وي. په همدې دلیل دغه ډلې ځان د قانون او حکومت له حاکمیته آزاد بولي.
د کوتاه پلان
پرنس ریوس (Prinz Reuß)، د «رایش اتباعو» د حلقې مشر وو چې په ۲۰۲۲م کال کې ېې د یوې کودتاه پلان درلود. هغه د خپلو جایدانونو د بېرته ترلاسه کولو له پاره څو محکمې بايلودلې وې او تر هغه وروسته ېې په علني توګه وويل چې د آلمان اوسنی دموکراتيک فدرالي جمهوریت کوم معتبر اساس نه لري. ریوس د ۲۰۲۲م کال د دسمبر میاشتې په ۷مه په فرانکفورت کې ونيول شو.