1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په المان کي د «بورنو» ناروغي مخ پر ډيريدو ده

۱۳۹۰ اسفند ۱۱, پنجشنبه

د المان په يوشمېر پوهنتونونو کښي څېړنو ښوولې ده چي د «ماستربيچلر» درسي سيستم محصلان تر سخت درسي فشار لاندی راوستي او روحي ناروغۍ ئې پيدا کړي دي.

https://p.dw.com/p/14CIl
انځور: picture alliance / dpa Themendienst

په المان کې د اقتصادي پرمختگ او یوې سالمي او خوندي ټولني د ودي له پاره د ضمانت یوازینۍ لار د علومو پراختیا ده.

که ددغه اتیا میليوني هیواد، د لوړو زده کړو موسسو ته په ځیرسره وکتل شي، په سوونو زره خلک د علومو په بېلا بېلو برخو کې په زده کړو بوخت دي.

د صنعتي هیوادونو په ټولنو کې د علم او پوهي د پراختیا له کبله، کارپوهانو ته د محصلانو د روغتيايي ستونزو په اړه پوښتني را پيدا سوي دي.

طبي څېړونکي اوس پر دې باندي کار کوي چي ایا د ماستربیچلر درسي سیستم، محصلان تر روغتیایې روحي او جسمي فشارونو لاندي را ولي که نه؟

ارواه پوهانو د«بولونیا» د پروسې په نامه تر یوې اوږدې څېړني وروسته دا معلومه کړه چي د« بورنو» مشهوره ناروغي مخ پر ډيریدو ده.

د المان د څورلسو ايالتونو په پوهنتونونو کي څېړنو او لابراتواري معايناتو دا ښوولې ده چي په ۸۳ فيصده محصلانو کي د ډيري ستړيا او درسي فشار له کبله د «بورنو» ناروغۍ علامې پيدا سوي دي.

ددغو کار پوهانو له ډلي څخه ۶۳ ئې په دې باور دي چي په تیرو پنځو کلنو کې د«بورنو» په ناروغۍ کې زیاتوالی راغلی دئ.

د «ماستربيچلر» په سیستم کي د درسي موادو د ډیروالي تر څنګ د زده کړي په دوره کې د محصلانو له پاره د پراخ ځای نشتوالی هم هغه ستونزه ده، چي د «بورنو» د ناروغۍ په پراختیا کې اغیز لري.

همدا شان له هغو داروگانو څخه گټه اخیستنه چې په لنډه توگه انرژي تولیدوي او د وخت په تیریدو سره روحي او جسمي ستړیا رامنځته کوي، هم په دغي ناروغۍ کې بې اغیزې نه دي.

د المان له بېلا بېلو پوهنتونونو څخه د نورو استادانو او پوهانو ترڅنګ چې د نوموړو څېړنو په راټولو کې ئې برخه لرله د کیمنیتس له پوهنتون څخه د مېرمن دورین لیبولد او د پروفیسور داکتر گونتر فوس نومونه د یادولو وړ دي.

آژانسونه/ پروين مومند
کتونکی: نجيب الله زيارمل