1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کې ۲۰ میلیونه تلیفونونه فعاله دي»

امین بهراد/ سید ریاض۱۳۹۲ مهر ۲, سه‌شنبه

په پلازمینه کابل کې د معلوماتي تکنالوژۍ لومړنۍ نړیوال نندارتون پیل شو. په دغه نندارتون کې د ترکیې، هند، ایران، تاجکستان، ترکمنستان، آذر بایجان او د یو شمیر نورو هیوادونو گډونوال حضور لري او درې ورځې به ادامه ومومي.

https://p.dw.com/p/19nvR
انځور: DW/H.S.

په اوسني وخت کې په افغانستان کې د گرځنده تلیفونونو پنځه شبکې فعالیت کوي. د رسمي ارقامو له مخې په دغه سکتور کې له دوه میلیارده ډالرو څخه زیاته پانگه اچونې شوي او افغانانو ته یې تر سل زرو زیات د کار ځایونو د موندلو زمینه برابره کړې ده.

د افغانستان د مخابراتو او تکنالوژۍ وزیر امیرزي سنگین د دغه نړیوال کنفرانس په لاره اچولو هدف په افغانستان کې د معلوماتي تکنالوژۍ د اهمیت ارزیابي کول، د سیمې د تجربو شریکول، د سیمې له هیوادونو سره د مخابراتو او اړیکو په برخه کې د همکاریو پراخول او نړیوالو ته د افغانستان د یوه مثبت انځور د وړاندې کولو په توگه یاد کړ.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «موږ وایو چې افغانستان په سیمه کې یو قدم وړاندې دی، په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ میلیونه تلیفونونه فعاله دي او زموږ د هیواد نوي سلنه نفوس تر مخابراتي پوښښ لاندې دی. د افغانستان ۸۰ سلنه ښځې تلیفونونو ته لاس رسی لري، ۴۸ سلنه ښځې خپل تلیفونونه لري او نورې ۳۲ سلنه یې له فامیلي تلیفونو څخه په شریکه استفاده کوي.»

ښاغلي سنگین پر دې خبره اعتراف وکړ چې په افغانستان کې د سترو اطلاعاتي زیر بناوو جوړیدو ته په کتو سره، له انترنیت څخه لازمې استفادې لا هم وده نه ده کړې او یوازې د افغانستان دوه میلیونه خلک انټرنیټي ارتباطي خدماتو ته لاس رسی لري.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د نوري فایبر پروژه په شدت سره د غځیدو په حال کې ده او تر اوسه د دغه پروژې لگښت ۱۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو ته رسیدلی دی.

د مخابراتو د وزیر په وینا په افغانستان کې اوس له گرځنده تلیفون څخه اووه ډوله استفاده کیدای شي. د خبرو اترو له پاره د موبایل یا گرځنده تلیفون کارونه، انټرنیټ ته د لاس رسي، بانکي خدمات، د پیسو انتقال او د یو شمیر دولتي تحویلیو له پاره استفاده یادیدای شي.

د افغان ولسمشر دویم مرستیال کریم خلیلي، هم په دغه غونډه کې گډون کړی وو. هغه په افغانستان د مخابراتو او اطلاعاتو په برخه کې پرمختگ بې سارې وباله:

«د دغه تحولاتو او پرمختگونو سرعت چې یوازې د یوې لسیزي په موده کې په لاس راغلی دی، له هغه څه سره برابر دی چې په ډیر شمیر گاونډیو هیوادونو کې ورته هغوی په څو لسیزو کې لاس رسی پیدا کړی دی.»

د افغانستان د مخابراتو وزارت چارواکي ادعا کوي چې په راتلونکي څو میاشتو کې به تلویزونه له انالوگ بڼې څخه ډيجیټل بڼې ته واوړي او د بریښنیایي تذکرو ویش به هم پیل شي.

دا چې له دغو خدماتو څخه د افغانستان خلک څومره رضایت لري، د میډیا مارک په نوم له شرکت څخه بریالي پیکان په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «د سیمي هیوادونو ته په کتو سره افغانستان په ښه سطحه کې ځای لري. د 3G په نوم له تکنالوژۍ څخه هند او پاکستان تازه گټه اخیستنه پیل کړي او موږ هم دغه کار پیل کړی دی. ښایي په ایران کې دغه تکنالوژي فعاله نه وي، په داسې حال کې چه موږ یې لرو.»