په افغانستان کې کوکنارو د کښت ډېرښت
په داسې حال کې چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه وتلو ته تیاری نیسي، په دغه هیواد کې د کوکنارو کښت یو وار بیا د ډېرېدو په حال کې دی. په ۲۰۱۳ کال کې د وروستیو دیارلسو کلونو په پرتله تر بل هر وخت ډیر کوکنار کرل شوي ول.
په نړۍ کې تر ټول لوی تولیدونکی
په نړۍ کې بل هیڅ هیواد د افغانستان په اندازه ترياک نه تولیدوي. په ۲۰۱۳ کال کې د افغانستان په شاوخوا ۲۰۹۰۰۰ هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي ول. د نړۍ ۹۰ سلنه تریاک په افغانستان کې تولیدیږي.
د تریاکو د تولید ډیریدل
د ۲۰۱۳ کال په نومبر میاشت کې د ملګرو ملتونو د «مخدره توکو او جنایتونو ادارې» خپل کلنۍ رپوټ خپور کړ. په دې رپوټ کې راغلي ول چې په ۲۰۱۳ کال کې د افغانستان د تریاکو تولید د ۲۰۱۲ کال په پرتله ۵۰ سلنه لوړ شوی وو. په دې ترتیب سره افغانستان په دې کال کې ۵۵۰۰ ټنه تریاک تولید کړي ول.
د سرتیرو د وتلو او تریاکو د کښت تر منځ اړیکه
ملګري ملتونه په دې باور دي چې په افغانستان کې د تریاکو د کښت د ډیریدو او له دې هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو تر منځ اړیکه شته. د دې سازمان د رپوټ په حواله دا ممکنه ده چې بزرګرانو د تریاکو له کښت سره خپل ځانونه له سیاسي او اقتصادي لحاظه بې ثباته وختونه ته چمتو کړي وي. ډیر شمیر کارپوهان په دې باور دي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به د افغانستان اقتصاد له ستونزو سره مخامخ شي.
په میلیاردو ډالر ارزښت
ملګري ملتونه اټکل کوي چې په ۲۰۱۳ کال کې په افغانستان کې د ۹۵۰ میلیارده ډالرو په ارزښت تریاک کرل شوي دي.
هلمند د افغانستان نیمايي تریاک تولیدوي
د ملګرو ملتونو د رپوټ په حواله په ۲۰۱۳ کال کې د افغانستان نیمايي کوکنار په هلمند ولایت کې کرل شوي دي.
ناکامې هڅې
افغان حکومت د نړیوالې ټولنې په مرسته په وروستیو وختونو کې هڅه کړې ده چې د کوکنارو د کښت مخه ونیسې. د دې کار له پاره ډیري پیسې هم ځانگړې شوې دي خو کېدای شي دغو هڅو کومه پایله نه وي لرلې.
د طالبانو د عاید سرچینه
طالبان او نوري یاغې ډلې د تریاکو له کاروبار څخه په افغانستان کې ډیره ګټه ترلاسه کوي. هغه بزګر چې په خپلو ځمکو کې کوکنار کري طالبانو ته پیسې ورکوي چې په ډیرو مواردو کې بیا طالبان د هغوی د ځمکو ساتنه کوي.
په مخدره توکو اخته کسان
افغانستان نه یوازي کوکنار کري بلکي ډیر اوسیدونکي یې له دې مخدره موادو څخه استفاده هم کوي. ملګري ملتونه وایي چې په افغانستان کې د ۳۰۰۰۰۰ ماشومانو په ګډون یونیم میلیون کسان په نشوو اخته دي.