په افغانستان کې د پاکستان د همکارۍ غوښتنه
۱۳۹۱ اسفند ۱۷, پنجشنبه
توماس دیمیزیر افغانستان ته تر خپل سفر وروسته د چهارشنبې په ورځ پاکستان ته ورسید. هغه په دې هیواد کې له خپل پاکستاني سیال سید نوید قمر، سره ولیدل. دیمزیر له قمر سره تر لیدنې وروسته وویل: «په افغانستان کې ثبات د رامنځته کولو او په دې هیواد کې د سولې د راوستلو په بهیر کې د پاکستان له ونډې پرته، بله هیڅ سوله ییزه لاره شتون نه لري.» هغه په عین حال کې له ترهګري سره په جګړه کې د پاکستان ستونزو ته هم اشاره وکړه.
دیمیزیر پاکستان ته تر سفر مخکې په کابل کې له خپل افغان سیال بسم الله محمدي سره لیدلي ول. د آلمان د دفاع وزیر وویل چې افغانستان د پوځي امنیت تر څنګ سیاسي امنیت ته هم اړتیا لري. د هغه په خبره په افغانستان کې هغه وخت سیاسي امنیت رامنځ ته کیدای شي چې «افغانستان له پاکستان سره ښې اړیکې ولري.» دیمیزیر زیاته کړه چې له یوې اوږدې مودې راهیسې پاکستان او افغانستان له یو بل سره ستونزمنې اړیکې لري. هغه ټینګار وګړ چې «آلمانیان د اروپا په زړه کې دا خبره درکولای شي چې دغه اړیکې [د پاکستان او افغانستان اړیکې] څومره ستونزمنې او پیچلې کیدای شي.»
دیمیزیر له ترهګرۍ سره په جګړه کې د پاکستان د نقش په اړه وویل چې هغه نه غواړي د دې هیواد کړنې وارزوي. خو هغه روښانه کړه چې «پاکستان په وروستیو څو کلونو کې له ترهګرۍ سره په جګړه خپل له زرو څخه ډیر سرتیري له لاسه ورکړي دي.» دیمیزیر همداراز وویل چې په پاکستان کې پر ترهګرو باندې تر هر برید وروسته، پر دې هیواد باندې هم د ترهگرو له خوا بریدونه تر سره کیږي. د آلمان د دفاع وزیر ټینگار وکړ چې په دغه شان یوه وضعیت کې «دا ډیر اسانه کار دی چې سړی له بهر څخه له پاکستانه وغواړي چې لا ډیر کار وکړي.»
دیمیزیر پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هیواد د پوځ له مشر جنرال اشفاق پرویز کیاني، او د بهرنیو چارو له وزیرې حنا رباني کهر، سره هم ویني.
له افغانستان سره د همکاريو پر دوام باندې ټینګار
دیمیزیر په کابل کې خپل افغان سیال ته ډاډ ورکړ چې هیواد به یې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم له افغانستان سره خپلې همکارۍ جاري وساتي. هغه له ښاغلي محمدي سره د لیدنې پر مهال وویل چې د دغې همکارۍ د جزییاتو د معلومولو له پاره لا تر اوسه هم وخت شته.
په همدې حال کې د افغانستان د دفاع وزیر بسم الله محمدي، تر ۲۰۱۴ کال وروسته د خپل هیواد د امنیت په اړه ډاډمنیتا څرګنده کړه او وو یې ویل: «زه ډاډه او خوشبینه یم چې دغه بهیر [د امنیتي مسوولیتونو د لیږد بهیر] په ښه ډول د عملي کیدو په حال کې دی.» محمدي پر دې خبره باندې ټینګار وکړ چې په هغو سیمو کې چې امنیتي مسوولیتونه یې افغانانو ته سپارل شوي دي د پخوا په پرتله امنیتي وضعیت ډیر ښه شوی دی.
دیمیزیر هم وویل چې افغان ځواکونه ورځ تر بلې د امنیتي ماموریتونو د ترسره کولو له پاره نور هم چمتو کیږي. هغه زیاته کړه: «پر لوړو تلفاتو سربیره، دغه ځواکونه ډیره لوړه روحیه لري.» خو دیمیزیر پر دې خبره باندې ټینګار وکړ چې اوس هم د افغان پوځ له پاره امکانات محدود دي. د هغه په خبره په راتلونکې کې به لوژیستیک یا اکمالات د افغان پوځ پریکړه لیک وټاکي. د آلمان د دفاع وزیر وویل چې د دې امکان شته چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به آلماني ځواکونه په دې برخه کې ځیني مسوولیتونه پر غاړه واخلي.