1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه لا هم لوړه ده

۱۳۹۷ فروردین ۲۳, پنجشنبه

ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ په یوه خپور شوي رپوټ کې ویلي دي چې د حکومتي ځواکونو او یاغیانو تر منځ د جګړې په ترڅ کې د ملکي وګړو مرگ ژوبله زياته شوې ده.

https://p.dw.com/p/2vwfD
Afghanistan Begräbnis Opfer Anschlag Moschee in Herat
انځور: DW/Shoaib Tanha Shokran

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د معلوماتو له مخې د ۲۰۱۸م کال په لومړيو دریو میاشتو کې ۷۶۳ تنه ملکیان وژل شوي او ۱۴۹۵ تنه ټپیان شوي دي. دغه ارقام د ۲۰۱۷م کال د همدې مودې په پرتله ورته دي.

په دغه درې میاشتنې رپوټ کې په ځانکړې توګه د یاغیانو په بریدونو کې د ملکي کسانو د شپږ سلنې مرګ ژوبلې د زیاتیدو په هکله اندیښنه ښوول شوې ده.

د یوناما له لوري په خپره شوې مطبوعاتي اعلامیه کې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي د مرستیالي انګرید هایدن له قوله ویل شوي: «د جګړې ښکیل اړخونه باید د ملکي وګړو د خوندیتوب له پاره د خپل توان تر بریده ټولې هڅې تر سره کړي.»

په نوي رپوټ کې راغلي دي چې د ملکي کسانو د تلفاتو اصلي لامل پيچلې او ځانمرګي بریدونه دي. همداشان ځمکنۍ نښتې، د ملکي تلفاتو دوهم ستر لامل یاد شوی. پر دې سربیره هدفي وژني، د جګړو پاتې شوي چاودیدونکي توکي او هوایي بریدونه د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې نور لاملونه دي.

انګرید هایدن زیاته کړې ده: «ملکي افغانان په دوامداره توګه په جګړو کې ایساریږي او زیان ګالي، په داسې حال کې چې مخنیوی یې کیدای شي؛ داسې کړنې باید همدا اوس ودرول شي.»

رپوټ کې راغلي دي چې د حکومت ضد عناصرو ته په منسوب شوو ملکي تلفاتو کې زیاتوالی راغلی دی. د روان میلادي کال په لومړیو درو میاشتو کې د حکومت مخالف عناصر د ۱۵۰۰ ملکي تلفاتو لامل شوي. دغه شمیر د ۲۰۱۷م کال د همدې مودې په پرتله شپږ سلنه ډیروالی ښيي.

د یوناما څیړنې ښيي چې حکومت پلوه ځواکونو د روان میلادي کال د درو میاشتو په موده کې د ټولي ملکي تلفاتو د ۱۸ سلنې لامل شوي دي.

د ملګرو ملتونو په وینا د ۲۰۱۷م کال په اوږدو کې ۳۴۳۸ کسان وژل شوي او نور ۷۰۱۵ بیا ټپیان شوي دي. دا څلورم کال وو چې د ملکي تلفاتو د مرگ ژوبلي کچه تر ۱۰ زرو کسانو ډیره وه.

یوناما د جګړې پر ښکیلو غاړو غږ کوي چې د ملکیانو د خوندیتوب په موخه خپلې هلې ځلې ډیري کړي.