په افغانستان کي څلور ميليونه کسان بېکاره دي
۱۳۹۳ بهمن ۲۲, چهارشنبه
د کارګرو ټولنه وايي چې د کابینې نه بشپړتیا، د دې لامل شوې ده چې ډيري پروژې وځنډیږي او د بېکاري زياته شي. هغوی همدا شان وايي چې هر څومره کابینه ځنډیږي، په هماغه اندازه بېکاره خلک تر فشار لاندي راځي.
ولسمشر غني او اجرايوي رئیس عبدالله عبدالله د خپلو کمپاینو پر مهال ویلي ول، چې د بېکاريو کچه به راکښته او د اوږدمهاله کار زمینه به برابروي. خو د کارګرو ملي ټولني نن چهار شنبه (۲۰۱۵م کاله د فیبرورۍ ۱۱مه) د خپلي دریمي کنګرې په مراسمو کې د بېکاریو د له ډيرښت څخه اندېښنه وښوده.
دغي ټولني دغه راز وویل چې د ټاکنو شپږ میاشتنی ځنډ د دې سبب شوی دی چې ډير کسان بېکاره شي.
د کارګرو د ټولني مشر معروف قادري په یادو مراسمو کې وویل: «هغه ژمني چې يې کړي دي باید اوس د کار زمینه برابره کړي. تاسو شاهدان یاست چې د کابیني یوازي دریمه برخه پېژندل شوې ده. څلور میاشتي د حکومت او شپږ مېاشتي د ټاکنو ځنډ د رکود سبب شوی دی.»
څلور میلیونه بېکار وګړي
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو له مخي اوس په افغانستان کې د کار پر شرایطو برابر ۱۲ میلیونه وګړي شته چې ۴ میلیونه يې بېکاره دي. د دغه وزارت شمېرې ښيي چې په ټول هیواد کې ۲۵ سلنه د کار پر شرایطو برابر وګړي بېکاره دي.
له کار څخه ناوړه ګټه اخستل
د افغانستان د کارګرو ټولنه وايي دغه قشر له ناعادلانه او غیر قانوني کړنو سره لاس او ګرېوان دي او ټینګار کوي چې د کارګرو د حقونو معلومولو له پاره باید مشخصي مقررې تدوین شي.
د کاري ساعتونو نه معلومېدل، د بيمې نه شتون، د کار په جریان کې کارګرانو ته د اوښتي زیان نه ورکول. هغه ستونزې دي چې افغان کارګران ترې رنځ وړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست واصل نور مهمند بیا وايي چې یو شمېر بهرنیو موسسو د بېکاریو تر ستونزو د تشویش ستونزي ډېري کړي دي.
بېکاري او یو نیم میلیون په نشو اخته
د کارګرانو ټولني مشر وايي د کاري اسانتیاوو نه شتون د دې سبب شوی دی، چې تر یو نیم میلیون ډېر ځوانان په نشتو اخته شي.
قادري وايي:« تاسو شاهد یاست چې د بېکاریو له کبله تر یو نیم میلیون ډېر ځوانان په نشو اخته شوي دي او دا کاري ځواک هره ورځ له منځه ځي.»
د افغانستان او په خاصه توګه د کابل پر سیند او ځینو نورو ځایونو کې تر پلونو لاندي او د خځلو په ځایونو کې میلیونونه نشه یان په داسې حال کې ژوند کوي چې د ځان ساتني له پاره یې هیڅ ډول پام نه وي.
له دغو یو نیم میلیون په نشو اخته کسانو څخه هره ورځ یو شمېر د یخ او لوږې له کبله مري.
دا یوازنۍ ستونزه نه ده چې باید یاده شي په دغه هیواد کې نږدې دوه میلیونه ماشومان درانه کارونه کوي چې د قانون له مخې یې باید مخنوی وشي.