په افغانستان کي يو ماشوم په ۱۷۰ ډالره پلورل کيږي
۱۳۹۰ آذر ۹, چهارشنبهد کابل په دارلتربيه کي يو شمېر داسي ماشومان ناست دي، چي د ځانمرگي بريد تر مخه يې يا ځانونه پوليسو ته سپارلي يا د امنيتي ځواکونو له خوا نيول سوي دي.
په دې ډله کي يو هم شيرزی دئ. دی وايي ۱۳کلن وو، چي اکا ئې هغه د۱۷۰ډالرو په بدل کي وپلورئ. شيرزی وايي، چي تر هغه وروسته بيا ورته طالبانو ويل چي ځانمرګي بريد تر سره کړي، نو جنت ته به لاړ شي.
شيرزی پلار نه لري او مور ئې هم ډيره ناروغه ده. هغه د پکتيا ولايت اوسيدونکی دئ. وروسته تر هغه چي شيرزی د اکا له خوا پر طالبانو وپلورل سو، هغه وتوانيدی، چي د هغو له قيد څخه وتښتي او افغان امنيتي ځواک ته ځان وسپاري.
د شېرزي سره په کوټه کي یو بل تن، چي امان الله نوميږي هم په افغانستان کي د ځانمرگي بريد د ترسره کولو روزنه ورکړل سوې وه.
امان الله د کندوز ولايت اوسيدونکی دئ، او وايي، چي ده ته د طالبانو له خوا ويل سوي ول، چي د هغه ولايت په یو مسجد کي ځانمرگي بريد وکړي. خو هغه په وروستيو شېبو کي ځان پوليسو ته سپارلی وو.
په ملگرو ملتونو کي د ماشومانو د حقونو د ساتني چارواکي وايي، چي په وروستيو کلونو کي د امان الله او شيرزي په څير له ډيرو کوچنيانو څخه د انساني بمونو په توګه کار اخيستل شوی دئ.
تير کال په ۱۴۰ځانمرګو بريدونو کي ۱۱۴۱کسان وژل سوي دي. د ملګرو ملتونو په حواله په ۲۰۱۱کال کي د ۲۰۱۰کال په پرتله د ملکي کسانو تلفات ۱۱۷سلنه لوړ شوي دي.
په ملګرو ملتونو کي د ماشومانو د حقونو چارواکی، دي برينبرګ ورت، وايي چي ملګري ملتونه داسي شواهد په لاس کي لري چي طالبان د افغانستان او پاکستان په سرحدي سيمو کي د ۱۱کلونو څخه تر د ۱۷کلونو پوري عمر لرونکي ماشومان د بريدونو د ترسره کولو په موخه ګماري.
د افغانستان د ملي امنيت د ادارې وياند، لطف الله مشعل، وايي چي يوازي سږ کال افغان امنيتي ځواکونو شاوخوا ۱۰۰ماشومان چي د ځانمرګو بريدونو د ترسره کولو په موخه روزل شوي ول نيولي دي:
«په افغانستان کي ياغيان د ماشومانو څخه د ځانمرګو بريدونو د ترسره کولو په موخه کار اخلي. په وروستيو مياشتو کي د ماشومانو څخه په بريدونو کي کار اخيستنه لا ډيره شوې ده.»
خو طالبان وايي چي په ځانمرګو بريدونو کي د ماشومانو څخه کار نه اخلي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل