1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د داعش په اړه اندېښنې

آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۲۶, سه‌شنبه

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو لوی استازي په دغه هيواد کې د افراطي ډلي «اسلامي دولت» د شتون د رپوټونو په اړه انديښنه څرگنده کړې ده. دغه شان اندېښنه روسیې هم څرگنده کړې ده او له امنیت شورا څخه یې د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/1ErtW
انځور: UNAMA

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو استازي نیکولاس هیسم، د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د مارچ ۱۶مه) امنیت شورا ته په خپلو څرگندونو کې ویلي دي چې د دوی ارزوني ښيي چې افراطي ډله «اسلامي دولت» په افغانستان کې ریښې نه لري، خو هغه له دې کبله اندېښنه ښوولې ده چې ښایي دغه ډله د یاغیانو نوري منزوي شوي ډلي سره يوځای کړي.

په ملگرو ملتونو کې د روسیې مرستیال سفیر ولادیمیر سفرنکوف، ویلي دي چې مسکو په افغانستان کې د ترهگرۍ د گواښ د راپیدا کیدو او د اسلامي دولت ډلي د جغرافیایي فعالیتونو د خپریدو له کبله اندېښنه لري.

سفرنکوف د ملگرو ملتونو د امنيت شورا څخه غوښتي دي چې د دغي افراطي ډي پرضد اقدام وکړي، هغه ویلي دي چې روسیه «په مخ پر زیاتیدونکې توگه د افغانستان په شمال کې د وضعیت د خرابوالي په اړه په انديښنه کې دی». د افغانستان شمال د پخواني شوروي اتحاد له جمهوریتونو سره گډه پولي لري او د سفرنکوف په خبره دغه جمهوریتونه «زموږ ملگري او متحدان دي.»

هغه په خپلو څرگندونو کې ویلي دي، سخت دریځو چې یووار یې د افغانستان شمال پرېیښی وو، اوس بیرته په تبلیغاتي فعالیتونو بوخت دي او کسان جذبوي او د کمپونو د جوړولو په حال کې دي.

هغه زیاته کړې ده: «د سیمي دولتونه د دغو پیښو د بیرته پیدا کیدو په هکله مشروع اندېښنې لري. دا د منلو نه ده چې دغه سیمه دي یووار بیا د جنگیالیو او تندلارو په خوندي پټنځايونو باندي بدله شي.»

په ملگرو ملتونو کې د افغانستان سفیر ظاهر طنین، له دې خبري سره موافقه کړې ده چې د افغانستان په شمول په یو شمیر سیمو کې د اسلامي دولت د نفوذ کولو رپوټونه ورکړل شوي دي. خو هغه ویلي دي «هغه اصلي دښمن چې موږ ورسره مخامخ یو طالبان دي، چې زموږ سره یې جگړې ته ادامه ورکړې ده.»

د اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغه ټولي خبري اترې په یوه پرانیستې غونډه کې وشوې. د امنیت شورا د رایو په اکثریت سره د ۲۰۱۶م کال د مارچ میاشتې تر ۱۷ نیټې پورې په افغانستان کې د ملگرو ملتونو ماموریت وغځاوه.

د امنیت شورا له خوا په تصویب شوي پریکړه لیک کې د افغانستان له حکومت څخه غوښتل شوي دي چې د نړیوالي ټولني په مرسته د طالبانو، القاعدې، نورو سخت دریځو ډلو او د مخدرو موادو د سوداگرو د گواښ د ځپلو له پاره خپلي مبارزې ته ادامه ورکړي. په دغه پریکړه لیک کې د «اسلامي دولت» ډلې، نوم نه دی یا شوی.

هیسم، سفرنکوف او طنین درو سرو د بیا پخلایني پر اهميت باندي چې په افغانستان کې سوله راولي، ټینگار وکړ. د ملگرو ملتونو پریکړه لیک کې «د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو له خوا» له هغو کسانو سره چې له تاوتریخوالي لاس اخلي، له ترهگرو ډلو سره کومه اړیکه و نه لري او د افغانستان اساسي قانون او د ښځو حقوقو ته درناوي وکړي د بیا پخلاینې یوې سیاسي پروسې د ملاتړ پر څرگندولو باندي ټینگار شوی دی.

په ملگرو ملتونو کې د افغانستان سفیر ویلي دي چې د سولې او بیا پخلایني بهیر د افغان حکومت په لومړیتوبنو کې دی.