په افغانستان کي د امريکا هوايي بريدونه ډېر سوي
۱۳۹۶ خرداد ۸, دوشنبهپه افغانستان کي د امریکايي ځواکونو وياند ويليم سلوين، د جرمني خبري آژانس ته ويلي دي چي د روان کال له جنوري مياشتي څخه د اپريل مياشتي تر پايه پوري د دوی هوايي ځواک ۸۹۸ بريدونه کړي دي. دا په داسي حال کي دغه چي په ۲۰۱۶م کال کي تر ۳۰۰ لږ سوي ول.
د امريکا د هوايي ځواک له خوا د خپرو سوو شمېرو له مخي پيلوټانو ئې ۹۱۷ فايرونه کړي دي چي ډېر ئې توغندي دي. په ټول ۲۰۱۶م کال کي ۱۳۰۰ بريدونه سوي ول.
د امريکا متحدو ايالاتو پخواني ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۱۶م کال په جون مياشت کي خپلو هوايي ځواکونو ته د لا زیاتو بريدونو اجازه ورکړه.
له طالبانو څخه د سيمو د نيولو او افغان امنیتي ځواک د ملاتړ له پاره هوايي بريدونه وروستۍ چاره ده. خو له هوايي بريدونو سره ملکي تلفات هم ډيريږي.
د ملگرو ملتونو د راپور له مخي د روان کال په لومړيو درو مياشتو کي په هوايي بريدونو کي ۷۲ ملکيان وژل سوي او ۷۶ نور ټپيان سوي دي چي دا د تيرکال په پرتله پنځه چنده ډېرښت ښيي.
د ملگرو ملتونو د راپور له مخي په ۲۰۱۶م کال کي لا په هوايي بريدونو کي د ملکيانو تلفات بې اندازې (۹۹ سلنه) ډېر سوي ول چي پکښې ۲۵۰ کسان وژل سوي او ۳۴۰ نور ټپيان سوي ول.