د امريکايي عسکرو د احتمالي قتل موضوع ته د پلوسي غبرگون
۱۳۹۹ تیر ۱۰, سهشنبهد امریکا د استازو مجلس رئيسې نانسي پيلوسي ويلي دي چي د نيويارک ټايمز ورځپاڼي د هغه راپور په اړه بايد شفافيت رامنځ ته سي چي پکښې ادعا سوې ده چي د روسيې پوځي استخباراتو په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو د وژلو پر سر طالبانو ته انعام ټاکلی دی.
پلوسي د دوشنبې په ورځ وويل چي په دې اړه بايد د امریکا کنگرس ته بشپړ معلومات ورکړل سي. هغې وويل چي د امریکا کنگرس او خلک اوس «په دې اړه مشخص جواب ته اړتيا لري».
د امريکا د استازو مجلس رئيسې په هغه ليک چي د امریکا د ملي استخباراتو مدير جان راتکليف او د سي آی اې رئيس جينا هاسپل ته يې لېږلی دی، راغلي دي: «کنگرس بايد پوه سي چي د امریکايي ځواکونو له پاره څه شی جدي تهديد گڼل کيږي او په دې اړه د روسيې د جواب ورکولو په برخه کي څه امکانات سته.»
نيويارک ټايمز ورځپاڼي د جمعې په ورځ رپوټ ورکړی وو چي د امريکا استخباراتي اداره هغه رپوټه ارزوي چې د روسيې پوځ يوه پټ مرکز تیرکال په افغانستان کي پر امريکايي او ائتلافي عسکرو د بريالو بريدونو په بدل کي طالبانو ته د جایزو د ورکړي ژمنه کړې وه او دا چي ځینو کسانو دغه مالي مرسته ترلاسه کړې هم ده.
د امريکايي رسنيو په راپورونو کي د استخباراتي سرچينو په حواله راغلي دي چي د امریکا متحده ايالاتو جمهوررئيس دونالد ترمپ د روان کال په مارچ مياشت کي د دې موضوع په اړه خبر سوی وو او تر اوسه پوري ئې په دې اړه پريکړه نه ده کړې.
خو ترمپ د دې راپور په غبرگون کي د تويتر له لارې ويلي چې په دې اړه نه ده، نه ئې مرستيال مايک پنس او نه هم د ولسمشرۍ مانۍ د دفتر مشر مارک ميدوز ته کوم معلومات ورکړل سوي دي. ترمپ پر نيويارک ټايمز ورځپاڼي د خپلي سرچينې د ښوولو ږغ کړی دی. نوموړي د تويتر له لارې زياته کړې: «هر څوک دا رپوټ ردوي او پر موږ [په افغانستان کې] ډېر بريدونه هم نه دي سوي».
پلوسي په ليک کي ليکلي دي چي دا بايد روښانه سي چي آيا ترمپ د دې راپورونو په اړه خبر لاره که نه او د دغي موضوع په اړه ولي کنگرس ته خبر نه دی ورکړل سوی.
بله خوا بيا کرملين د امريکايي رسنيو دغه راپورونه دروغ گڼلي او طالبانو هم دغه موضوع رد کړې ده.